د بلخ په څوو ولسوالیو کې له‌ زده‌کړو د پاتې نجونو د زده‌کړو مینه

د یو هېواد د اقتصادي پرمختګ، فرهنګي غنايې، سیاسي او ټولنیزو اړیکو د پراخوالي له‌پاره ضروي ده چې ښځې او نر د لوړو زده‌کړو په درلودلو سره د یو اغېزمن شخص رول ادا کړي.

که څه هم بشري حقونو او ځېنو اړوندو نړۍوالو کنوانیسنونو دولتونه اړ کړي چې په لوړه کچه کورنیو ته دا ور وپوهوي چې د خپلو لوڼو او خویندو زده‌کړو ته پام وکړي؛ خو بیا هم په هېواد کې د دومره پرمختګ ترڅنګ د بلخ په ډېرو ولسوالیو کې نجونې د حاکمې سنتي ټولنې د محدودیتونو له امله له کوره بهر د زده‌کړو په پار نه‌شي وتلی.

په لېریو پرتو ولسوالیو کې د ښوونځیو نه‌شتوالی د بې‌سوادۍ ستر لامل ګڼل کېږي.

د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په «ګوري‌مار» کلي کې د ښځینه ښوونکی نه‌شتوالی د دې باعث شوی چې ډېرې کورنۍ خپلې لوڼې او خویندې ښوونځیو ته پرې‌نه‌ږدي.

د نهرشاهي ولسوالۍ د ګوري‌مار اوسېدونکې ۱۸ کلنې نازیې سلام وطندار ته وویل چې له دوو کالو راهیسې د کورنۍ د محدودیتونو پر اساس له ښوونځي پاتې‌ ده؛ خو اوس د «سوند» په نوم یوې مرستندویې موسېسې د نجونو د ځانګړي ښوونځي په منظورولو سره دا ستونزه حل کړې او په ډاډه زړه زده‌کړو ته تللی شي.

د اغلې نازیې په شان په‌دې کلي کې ډېرې نورې نجونې هم شته چې د زده‌کړو شوق لري.

د ریزه‌ګل په نوم د دې کلي یوه مورکۍ د ښوونځیو د ستونزو په یادولو سره له «سوند» موسېسې مننه کوي چې د نجونو له‌پاره ځانګړی ښوونځی جوړوي.

اغلې ریزه‌ګل وايي، په‌خپل کلي کې یوه ښځینه ډاکټره او باسوده ښځه نه‌لري؛ په همدې اساس غواړي چې د نجونو له‌پاره په ځانګړي ښوونځي کې خپلې لوڼې داخلې او راتلونکی یې روښانه کړي.

مېرمن فرشته د دې کلي یوه بله استوګنه ده. دغې مېرمنې له ټولو ستونزو سره ښوونځی ولوست. نوموړې وايي، د دې کلي نجونې ډېرې ستونزې لري او د کورنیو له‌خوا ورته د زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي.

د فرشتې په خبره، د نجونو دغه ښوونځي په جوړېدو سره به په کلي کې د لیک‌لوست ستونزه حل شي او د نجونو د زده‌کړو په برخه کې به هم د کلي د خلکو لیدلوری بدل شي.

په بلخ ولایت کې د پراختیا او پیوستون خدمتونو موسېسې د عامه‌پوهاوي مسوول انجینیر سردار زلمي  سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، دا موسېسه هر کلی د هغوی د اړتیا د تشخیص پر بنسټ ټاکي او بیا د پوهاوي پروګرامونه مدیریتوي.

دی زیاتوي، په‌دې پروګرام کې یې د دیني زده‌کړو یوه برخه هم لرله چې په سر کې به یې له ولسوال او د کلیو له خلکو سره خبرې کولې او هر کلی يې د اړتیا پر بنسټ ټاکلو چې نارینه او مېرمنې له خپلو حقه حقونو باخبرې شي.

ښاغلی زلمی د دغو پروګرامونو جوړېدو لامل په اړه وايي، ولسي‌ خلک د زده‌کړو له نعمته برخمن شي او په‌دې برخې نه یوازې نارینه، بلکې نجونې هم زده‌کړې و‌کړي.

دی وايي، په ټاکلو سیمو کې يې د عامه‌پوهاوي او نورې بېلابېلې غونډې جوړې کړي او د خلکو په ټولنیزو حل لارو یې بحث کړی‌دی.

دا پروګرام د بلخ ولایت په مارمل، خلم‌بلخ، دولت‌اباد او نهرشاهي ولسوالیو کې چې زښتې زیاتې ټولنیزې ستونزې لري؛ عملي شوی‌دی.

د پراختیا او پیوستون خدمتونو موسېسې د کړو فعالیتونو په لړ کې د بلخ ولایت مارمل ولسوالۍ په ملاافغان کلي کې د څښاک پاکو اوبو زېرمې جوړول، د بلخ ولسوالۍ په حسین‌اباد کلي کې یې له وخت مخکې دوه کوژدې فسخه کړي او دغه‌ راز د نورو کارونو ترڅنګ یې د دې ولایت به نهرشاهي ولسوالۍ کې له پوهنې نه د ملاتړ په موخه په ګوري‌مار کلي کې یو باب ښوونځي منظور کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام