ناپېژنده وسله‌والو د تخار په مرکز کې د ابوعثمان تالقاني ښوونځی سوځولی

د تخار د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت په مرکز کې د ابوعثمان تالقاني د هلکانو ښوونځی سوځولی دی.

د تخار په پوهنې ریاست کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، ناپېژنده‌ وسله‌واله نن سهار دوه بجې یاد ښوونځي ته ورغلي، ساتونکی یې وهلی او ښوونځي ته یې اور اچولی دی.

د نوموړي په وینا، په دې اورلګېدنه کې له ۱۳۷۱ کال راهیسې د ښوونځي اداري سندونه او د زده‌کوونکو د نتایجو جدول په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

د تخار د والي ویاند جواد هجري هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ابوعثمان تالقاني ښوونځي لومړنی پوړ ټول سوځېدلی دی.

د تخار د پوهنې ریاست د عمومي زده‌کړو د پروګرامونو امر پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې سوځول شوی ښوونځی یو مهم ښوونځی و چې نږدې ۳۰۰۰ زده‌کوونکي په‌کې پر ښوونه او روزنه بوخت وو.

هغه محلي چارواکي په بې‌غورۍ تورنوي او ټینګار یې کړی چې باید په دې اړه ځواب ورکړي.

په وروستیو شپږو میاشتو کې دا درېیم ځل دی چې په دغه ولایت کې ښوونځي سوځول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام