
وسلهوالو طالبانو نن ګهیځ د تخار ولایت ینګيکلا ولسوالۍ ۶ ښوونځیو دروازې وتړلې او ويې ویل، ترڅو چې د تخار د پوهنې ریاست لهپاره د طالبانو نومول شوی رییس امیرمحمد مزمل د ملي امنیت له بنده خوشې نهشي؛ د ښوونځیو دروازې به تړلې وي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر د دې ستونزې د تایید ترڅنګ سلام وطندار ته وویل چې طالبانو د ینګيکلا ولسوالۍ پوهنې امر خبرداری ورکړی چې د یادې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو دروازې وتړي.
پهدې ۶ ښوونځيو کې ۳ لېسې او ۳ يې متوسطې دي چې په کیلدیش او ایشاناباد سیمو کې موقعیت لري.
د تخار پوهنې رییس انجینر سمیع ابدیار وايي چې طالبانو د دغو ښوونځيو حاضري او ترقيتعلیم هم له ځان سره وړي دي او د خواجهبهاوالدین او ینګيکلا ولسوالۍ پوهنې امرینو ته يې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دغه ښوونځي وتړي.

په تخار کې یوې باوري امنیتي سرچینې سلام وطندار ته ویلي، طالبانو د دې ولایت ۵ ولسوالیو پوهنې امرینو ته خبرداری ورکړی چې د ښوونځیو دروازې وتړي.
خو د تخار والي ویاند بیا د طالبانو هېڅ ډول شرط نه مني او وايي، په هیڅ حالت کې د طالبانو پوهنې رییس نه خوشې کوي او د عملیاتو له لارې به ښوونځي بېرته پرانیزي.
طالبانو یوه اونۍ مخکې د تخار څوو ولسوالیو ښوونکي اړ کړيو چې د یادې ډلې د پوهنې نومول شوی رییس امیرمحمد مزمل خلاصون په موخه د تخار له ولایتي ادارې سره خبرې وکړي؛ خو داسې ښکاري چې له ولایتي ادارې سره د ښوونکیو خبرو ـ اترو کومه پایله نهلرله.





