«د کورنټین پر مهال په هرو ۱۰ ماشومانو کې ۸ یې «هېڅ نه دي زده کړي یا یې کم زده کړي»

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې د تازه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې په افغانستان کې د کورونا ویروس خپرېدو له امله د لګول شویو محدودیتونو په پایله کې د هرو ۱۰ ماشومانو له ډلې ۸ هغو یې یا هېڅ زده‌کړه نه ده کړې یا یې هم ډېره کمه کړې ده.

دغه راپور ښيي چې د ښوونځیو تړل کېدو له امله په کورنیو کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.

په یاد راپور کې لیکل شوي، د هغو بې‌وزله کورنیو ماشومانو چې د کورنټین پر مهال یې خپل عاید له لاسه ورکړی و، له نورو نه یې ډېر د زده‌کړو فرصت له لاسه ورکړی او په کورنیو کې د تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخ شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې د راپور له مخې، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې یوازې ۲۸،۶ سلنه ماشومانو له لرې لارې زده‌کړو ته د ټلوېزیون له لارې لاسرسی درلود او ۱۳.۸ سلنه نورو د راډیو او ۰.۲ سلنه هم د انټرنېټ له لارې لاسرسی درلود.

راپور دغه راز څرګندوي، افغان ماشومان او د هغوی کورنۍ چې له څو لسیزو جګړو سختې اغېزمنې شوي، کورونا ویروس یې وضعیت له پخوا هم بدتر او ګواښوونکي حالت ته ستون کړی دی.

د یادې ادارې موندنې ښيي چې د څېړنې تر پوښښ لاندې ۶۴ سلنه ماشومانو له ښوونکو سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله، له هرو ۱۰ ماشومانو ۸ ماشومان په دې اند وو چې د ښوونځیو تړل کېدو په لړ کې یې هېڅ نه دي زده کړي یا یې ډېر لږ څه زده کړي او ۴.۶ سلنه ماشومانو چې ان په ۲۰ زده‌کوونکو کې یو هم نه کېږي، لږترلږه په ورځ کې یو ځل له ښوونکو سره اړیکه لرله.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، دغه وزارت د کورونا ویروس له امله د لګول شوي کورنټین پر مهال په خپل لاس کې د لږترلږه شته امکاناتو په وسیله د لرې لارې زده‌کړې پروګرام پلی کړ، څو زده‌کوونکي له ښوونځیو وروسته پاتې نه شي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې دغه راز په خپل راپور کې د ماشومانو لپاره د پوهنې، روغتیا، تغذیې، ساتندویه خدمتونو، رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ خدمتونو د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام