کندوز کې ۲۲ ښوونځي پر انټرنېټ سمبال شوي

د کندوز د پوهنې ریاست مسوولان وايي، په دغه ولایت کې ۲۲ ښوونځي له «وای‌مکس» انټرنېټ سره تړل شوي او د لمریزې برښنا د دستګاوو د ځای پرځای کولو او د کمپیوټر لب جوړولو کارونه یې ۶۰ سلنه وړاندې تللې دي.

د کندوز د پوهنې رییس نجیب ثاقب وايي، د دې پروسې په بشپړېدو سره به یاد ښوونځي د انټرنېټ له لارې د نورو ولایتونو له ښوونځیو سره وتړل شي او له ۸۳ زرو زده‌کوونکي به پرمختللې ټکنالوجۍ ته لاسرسی ولري.

د ثاقب په وینا، د یادو ښوونځیو پر انټرنېټ او لمریزې برښنا ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي ادارې او سلام مخابراتي شبکې له لوري ورکول کېږي.

په کندوز کې یو ښوونکی محمدعلي حسیني وايي، د یاد سېسټم په جوړېدو سره به د زده‌کوونکو معلومات او مهارتونه ډېر شي.

په کندوز ښار کې دوه زده‌کوونکي میرویس او عبدالله وايي، په انټرنېټ او کمپیوټر باندې د دغه ولایت د ښوونځیو په مجهز کېدو سره به زده‌کوونکي له تازه ښوونیزو موضوعاتو سره بلد شي.

کندوز د هېواد د ناامنو ولایتونو له ډلې یو دی چې په ولسوالیو کې یې ډېر شمېر ښوونځي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې دي او یاده ډله پرې څارنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام