بلخ کې د افغان ـ ترک پر ښوونځیو د پولیسو برید

امنیتي ځواکونو تېره شپه په بلخ کې د افغان ـ ترک ښوونځيو شاوخوا ۵۰ ښوونکي او کارکوونکي ونیول.

د راپورونو له مخې، د یادو کسانو په ډله کې ۷ یې د ترکیې هېواد اوسېدونکي دي.

ویل کېږي، یاد ښوونځي اوس هم د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي او د زده‌کوونکیو لسګونه کورنۍ یې د ښوونځیو مخې ته راټول کړي دي.

معترضې کورنۍ وايي، د تېرې شپې په برید کې وهل ـ ډبول شوي او یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي؛ هغه ادعاوې چې سیمه‌ييز چارواکي یې په اړه وايي، په دغو کسانو کې یو شمېر یې ښوونځیو ته د پولیسو د ننوتلو مخه نیولې او تر څېړنو وروسته به خوشې شي.

خو د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بلخ کې د افغان ـ ترک ښوونځي په ارامۍ سره د «چاغ اېجوکشنل» بنسټ نه د یاد ولایت د پوهنې ریاست ته لېږدول شوي دي او پر مهال یې هېڅ ډول فزیکي چلن نه‌دی شوی.

په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال تر کودتا وروسته، د ترکیې حکومت فتح‌الله ګولن د یادې کودتا پر طرحه کولو تورن کړ او پر همدې استدلال چې نوموړی پر افغان ـ ترک ښوونځيو اغېز لري او ملاتړ یې کوي؛ نو د یادو ښوونځیو د بندېدو غوښتونکی شو.

په همدې اړه:

امنیتي ځواکونو د افغان ـ ترک لېسې ځېنې ښوونکي او زده‌کوونکي نیولي

د افغان‌ – ترک ښوونځیو د زده‌کوونکيو او پوهنې وزارت تقابل؛ مکتوب که کنځلې؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام