د زده‌کوونکیو کورنۍ د دولتي ښوونځیو په جلسو کې د دوی له نه ګډونه شکایت کوي

کابل کې د ښوونځيو زده‌کوونکيو کورنۍ په دولتي ښوونځیو کې د زده‌کوونکيو د کورنیو غړیو ناستو له نه ترسره کېدو شکایت کوي.

د کابل په دولتي ښوونځیو کې د زده‌کوونکيو د کورنیو جلسې نه ترسره کېدل، په پوهنې وزارت د زده‌کوونکيو کورنیو نیوکو لامل شوی.

سمیرا هغه مېرمن ده چې دوه ماشومان یې د کابل په یو دولتي ښوونځي کې درس وايي. دا د خپلو اولادونو د درسونو په اړه معلومات ځکه نه‌لري چې په ښوونځي کې د والدینو جلسه نه کېږي چې د درسي وضعیت، حاضرۍ او غیرحاصرۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي.

مېرمن سمیرا زیاتوي، نور لا څه چې حتا د ښوونکیو ټلیفوني شمېره هم نه‌لري.

د هغې په وینا، ځېنې ښځینه او نارینه ښوونکي وايي، اجازه نه‌لري چې د ټلیفون شمېرې د زده‌کوونکیو کورنیو ته ورکړي او په‌دې تړاو په زده‌کونکو باور نه‌شي کولی.

خو په خصوصي ښوونځیو کې وضعیت توپیر کوي او ډېرو خصوصي ښوونځیو کې په اوونۍ کې یو ځل د والدینو جلسه کېږي.

کابل کې د یو خصوصي ښوونځي مدیر یاسین ظفري وايي، هره میاشت خپل ښوونځي کې د زده‌کوونکیو د کورنیو جلسه کوي او موخه یې هم ښوونه او روزنه کې د ښوونځي او کور چاپېریال همغږي کول دي.

خو هغه پلرونه او میندې چې اولادونه یې خصوصي ښوونځيو کې درس وايي، بل نظر لري. د یوه زده‌کونکي پلار منصور په‌دې باور دي چې دې ښوونځيو کې د والدینو جلسې د پیسو په پار دي چې د زده‌کوونکیو له کورنیو یې اخلي، نه دا چې خصوصي ښوونځي مسوولیت‌منونکي دي.

د زده‌کوونکیو کورنۍ له پوهنې وزارت غواړي چې د دې ستونزې هواري له‌پاره عملي او جدي ګامونه اوچت کړي.

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې معین سردارمحمد رحیمي وايي، د افغانستان د پوهنې نظام کې د ښوونځیو شورا او د زده‌کوونکیو د کورنۍ شورا دواړه شته چې موخه یې هم هېواد کې د پوهنې کیفیت کچې لوړول دي.

خو د ښاغلي رحیمي په وینا، ډېری ښوونځیو کې دې برخې ته هېڅ پام نه کېږي.

د ده په خبره، هڅه کوي چې د والدینو شورا فعاله کړي چې د زده‌کوونکیو کورنۍ د زده‌کړو له کیفیت نه نظارت وکړي.

د پوهنې برخه کې د دولت او نړۍوالو همکارانو له لوري شوو کارونو ته په پام، لا هم د پوهنې وزارت یو لړ لوړو ژورو او پخواني جوړښت سره مخ دی.

د هېواد د پوهنې په نظام کې پخوانی جوړښت د دې لاملېږي چې د پوهنې وزارت په کړنو ډېر کم بحث وشي، په همدې دلیل د زده‌کوونکیو د کورنیو جلسه او هر هغه څه چې د پوهنې نظام په چوکاټ کې بحثېږي، تر اوسه پورې نه‌دی بنسټیز شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام