
سریزه: انسانانو تل هڅه کړې د خپلو اطلاعاتو یوه برخه له نورو پټه وساتي، هغه څه چې خصوصي حریم ګڼل کېږل. هېڅ انسان نه پرېږدي چې نور یې خصوصي حریم مات کړي. ښايي د هېچا په زړه نه وي چې نور یې تر څار لاندې ونیسي او یا یې د څارولو لهپاره وسایل وکاروي. خو اوسني پېر کې خصوصي حریم نور معنا نه لري؛ پرته له دې چې زموږ خپله پام وکړو ټول اطلاعات، حتا خپل ډېر پټ ساتل شوی اطلاعات د نورو په واک کې ورکوو. دا چې څه ډول خپل اطلاعات نورو ته ورکوو؛ دیلان کارن/ Dylan Curran د ډېټا او وېب سایټ یو طراح او سلاکار دغه جزیات راسپړلي دي.
غواړم د هغو اطلاعاتو په اړه تاسو ته ووایم چې ګوګل اوفیسبوک یې له تاسو اخلي او زېرمه کوي یې، حتا تاسې یې په اړه فکر هم نه دی کړی چې ګوګل او فیسبوک د تاسو خصوصي حریم ماتوي او تاسو ټول اطلاعات اخلي او ساتي یې.
ګوګل پوهېږي چې چېرې یاست
ګوګل ستاسو موقعیت او سیمه زېرمه کوي( که د مبایل لوکېشن افشن مو فعاله وي). کله چې تاسو خپل مبایل خلاصوئ معمولا یو شنه کرښه ګورئ په مرسته یې ګوګله د لوکېشن له افشن نه د تاسو له لومړۍ ګټنې نیولې تر اوس په ټولو موقعیتونو پوهېږي.
د اطلاعاتو لهپاره مو دلته کلېک وکړئ
ګوګل ټول هغه څه چې تاسو لټولي او پاک کړي دي؛ زېرمه کړي دي.
ګوګل ستاسو د لټون ټوله تاریخچه زېرمه کوي. په دې معنا که تاسو د لټون ټوله تاریخچه پاکه هم کړئ بیا هم له دوی سره زېرمه شوې ده.
د اطلاعاتو لهپاره مو دلته کلېک وکړئ
ستاسو پروفایل د ګوګل په واک کې دی
ګوګل تاسو پروفایل د تاسو د اطلاعاتو پربنسټ جوړوي، لکه د تاسو موقعیت، جنسیت، عمر، بوختیا، دنده، لېوالتیا، مدني حالت، وزن، عاید او نورې ځانګړنې.
د اطلاعاتو لهپاره مو دلته کلېک وکړئ
ګوګل ستاسو د اپلېکېشن له ټولو پروګرامونو باخبره دی
د ګوګل مسوولان پوهېږي څومره، کوم ځای کې او چا سره له دې اپلېکېشن نه استفاده کوئ. په دې معنا هغوی پوهېږي فیسبوک کې له چاسره خبرې اترې کوئ، له کوم هېواد سره په اړیکه کې یئ او دغهراز کوم وخت استراحت کوئ.
د اطلاعاتو لهپاره مو دلته کلېک وکړئ
ګوګل مو د یوټیوب لټون هم زېرمه کړی
هر هغه څه چې په یوټیوب کې لټوئ ګوګل یې ذخیره کوي. ښايي هغو وپوهېږي چې تاسو ډېر ژر د اولاد څښتن هم کېږي. ګوګل پوهېږي چې تاسو محافظه کار یا روڼ اندي یئ، یهودي، مسیحي او یا مسلمان یاست، ستړي شوي یاست او د ځان وژنې حس لرئ او یا هم له بې اشتهایئ ځنې ځورېږئ.
د اطلاعاتو لهپاره مو دلته کلېک وکړئ
ګوګل د تاسو په اړه په میلیونو پاڼې اطلاعات زېرمه کړي
ګوګل تاسو ته یو افشن فعال کړی او په مرسته یې کولی شي د تاسو په اړه څومره معلوما چې ګوګل زېرمه کړي را ډونلوډ کړئ او یې لولئ. له ما وغوښتل شول چې دا ډول کړنه وکړم او کوم فایل مې چې راډونلوډ کړ حجم یې ۵،۵ ګیګابایټه و، یانې زما په اړه ۳ میلیونه پانې اطلاعات زېرمه شوي وو.
دغهراز فیسبوک هم دغه ډول افشن لري. زما په اړه د فیسبوک زېرمه شوي اطلاعات ۶۰۰ میګابایټ وو، چې شاوخوا ۴۰۰ زره پاڼې متن کېږي. په دې اطلاعاتو کې زما ټول پيغامونه، انځورونه، غږیز پيغامونه او نور ډېر څه شامل وو.
د اطلاعاتو لهپاره مو دلته کلېک وکړئ

فیسبوک هر څه زېرمه کوي له ټګونو نیولې تر ځای، ننوتو، هغه چې د ملګرو سره په اړه یې خبرې شوي دي. ان د لېږل شويو شکلونو د زېرمه کولو په مرستې د تاسو د فکر څرنګوالی مشخصوي.
څوځلې فیسبوک ته ننوتي یئ، سیمه مو، وخت، له کومې وسیلې استفاده شوې او د اپلېکېشونو له ټولو پروګرامونو چې تاسې په خپل فیسبوک کې فعال کړی او یا ورسره ملګري یئ اطلاعات یې خوندي کوي. د بېلګې په توګه: زما په اړه، دوی د همدې محاسبې له لارې اندازه لګولې چې زه سیاست، د وېب طراحي او ګرافیک ته لېوالتیا لرم. دا یې هم محاسبه کړې چې زه په کومو کلونو کې مجرد وم، کومو څېزونو ته لېواله وم او دغه راز په نوامبر میاشت کې مې نوی تلیفون اخیستی و.

هغوی ستاسو مایک او کمرې ته هم لاس رسی لري
فیسبوک د تاسو ټول هغه اطلاعات لکه، لوکېشن، د اپلېکېشن نصبولو، وخت او له دغو پروګرامونو د ګټنې موخه له ځانه سره زېرمه کوي. هغوی که هر وخت وغواړي ستاسو مایکروفون او کمره په واک کې اخیستی شي؛ بلکې په واک کې یې ده. د پېرېدونکیو ایمل، تاریخچې، انځورونه، د پيغامونو لېږد را لېږد، کومه راډیويي شبکه اوري بلاخره د هر یو پېرېدونکي ټولو کړو وړو ته لاس رسی لري.
ګوګل له کومو لارو چارو د تاسو اطلاعات ترلاسه کوي
دغه لاسوند په ګوګل کې زما د لټون په اړه دی، په دې سند کې ۹۰ زره وارې بېلابېلو څېزونو لټون مې کړی. په دې ځای کې ان هغه انځورونه چې ما ډونلوډ کړي او نورو هغو وېب سایټونو ته چې ورننوتی یم دلته راته ښودل شوي دي.

ګوګل پوهېږي څه وخت او په کومه پېښه کې مو ګډون کړی
زما په اړه د ګوګل مهالوېش ښيي، کوم اېونټونه مې زیات کړي دي، ایا رښتیا مې په هغو کې ګډون کړی دی او په کوم وخت کې.
پاک شویو اطلاعاتو ته هم ګوګل لاس رسی لري
زما ګوګل ډرایب ان هغه اطلاعات راته ښيي چې ما په بشپړ ډول پاک کړي وو. دغه پاک شوي اطلاعات لکه زما سي وي، زما میاشتنی لګښت، ټول کوډونه، دوسیې او هغه وېب سایټونه چې ما جوړ کړي دي.
ګوګل د تاسو په ټولو ورځنیو فعالیتونو پوهېږي
ګوګل په لاندې انځور کې ټول هغه مراحل چې ما ترسره کړي، هر وخت او هر ځای ته چې تللی یم، ټول هغه څه مې چې ثبت کړي دي لنډه دا چې هر څه مې چې تراوسه کړي راته ښکاره کوي یې.

ګوګل ټولو انځورونو ته لاس رسی لري
لاندې انځور ښيي ټول هغه انځورونه چې په مبایل مې اخیستي و. دغه انځورنه یې د کال پر اساس دسته بندي کړي او ټول هغه اطلاعات راته ښيي چې دغه انځورونه مې کوم وخت او کوم ځای کې اخیستي دي.
ګوګل د تاسو په ټولو ایملونو پوهېږي
لاندې انځور ټول هغه ایملونه راښيي چې په بېلابېلو وختونو کې مې لېږلي دي، راته راغلي او یا پاک کړي مې دي. لنډه دا چې ګوګل مې په ټولو کړنو پوهېږي دا هرڅه یې ثبت کړي دي له دغو میلیوني اطلاعاتو کېدی شي ناوړه ګټه پورته کړي. د بېلګې په توګه: تاسې وایئ زه ترهګر نه یم. نو ولې مو د داعش په اړه لټون او پلټنې کړي دي؟ ایا په خپلې مېرمنې شک لرئ؟ کافي ده، د فیسبوک ذکر شوي افشن ته یې ورشئ او په اړه د ۱۰ کلونو اطلاعات را ډونلوډ او ولولئ یې او……

دا موضوع د موجوده عصر خطرناک لېونتوب دی. موږ حکومت او یا نورو سازمونو ته هېڅکله اجازه نه ورکوو، چې زموږ د پلټنې په موخه په استوګن ځای او یا کور کې مو کمره او مایکروفون ولګوي. خو په مجازي نړۍ کې موږ په خپله پرته له دې چې وپوهېږو ټولنیزو شبکو ته مو دغه ډول اجازه ورکړې ده.
سرچینه: ګارډین





