.jpg)
د بغلان ولایت د ښوونې چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې نيمايي داسې ښوونځي شته، چې د زده کوونکو له پاره په کې ودانۍ نشته.
د بغلان د معارف څانګې د ښوونې او روزنې رییس عبدالقادر رسولي سلام وطندار ته وویل، چې د ۵۳۷ ښوونځيو له ډلې ۵۰ سلنه يې ودانۍ نه لري او زده کړیالان په کې په ازاده فضا کې درس وايي.
د ښوونې د ریاست چارواکي وايي، چې په اوړي کې د ګرمې هوا له وجې او په ژمي کې د سړې هوا له امله زیات زده کړیالان له زده کړو بې برخې پاتې کيږي.
رسولي زیاتوي، هغه ښوونځي چې ودانۍ لري هغه هم د معیار سره برابر نه دي، ځکه د ده په وینا د ټولو شاګردانو د ځای کېدو ظرفیت نه لري.
اوسمهال په بغلان ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو د کمښت له وجې زده کوونکي يې په څو بېلابېلو وختونو کې درس وايي.
.jpg)
د بغلان د ښوونې رییس وايي، که مرکزي حکومت په دغه ولایت کې د ودانیو جوړولو توان نه لري، نو د بغلاني زده کړیالانو له پاره باید موقتي خيمې ورکړي.
د رسولي په وینا، که د شاګردانو ستونزې سږکال حل نه شي، نو په دغه ولایت کې د زده کړو چارې ټکنی او د سختو ستونزو سره به مخ شي.
له بل لوري د دغه ولایت ځينې زده کړیالان خبرداری ورکوي، که د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو دوی به په لوی اعتراض لاس پورې کړي او د ښوونځيو دروازې به وتړي.
همدارنګه داسې راپورونه هم شته، چې په پام کې ده په دغه ولایت کې د ۳۰ ښوونځيو له پاره ودانۍ جوړې شي.
د ویلو ده، چې په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ د جګړو له امله ۱۲ ښوونځيو ته په بشپړ ډول زیان رسېدلی.
ځکه د جنګ پر مهال زیات ښوونځي داسې و، چې د دولت مخالفو وسله والو او افغان ځواکونو له خوا په کې سنګرونه جوړ شوي و.
خو اوس دولت ژمنه کړې، چې وران شوي ښوونځي به بېرته ورغوي.





