په هرات، غور او پروان کې د ښوونې او روزنې پر ناسم وضعیت نیوکې

د هرات، غور او پروان ولایتونو سیمه‌ییزو چارواکیو نن د ۱۳۹۸ ښوونیز کال د پرانستې مراسمو پر مهال په یادو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې پر بهیر نیوکه وکړه.

دغه چارواکي وايي، ماشومان د بېلابېلو لاملونو، لکه ناامنۍ، د زورواکیو لاسوهنې، د ښوونکیو نامسلکي‌توب، د کورنیو او د پوهنې چارواکیو د نه پام له امله ښوونځي ته له تلو محروم شوي او یا هم د ښوونې او روزنې کیفیت ټیټ دی.

د غور والي غلام‌ناصر خاضع د ښوونې او روزنې پر ټیټ کیفیت، په ښوونځي کې د ښوونکیو او زده کوونکیو پر نه موجودیت او د کورنیو له لوري له ښوونځیو نه د ماشومانو پر منع کولو د نیوکې ترڅنګ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست له فعالیتونو ناخوښي څرګنده، مسوولان یې په مدیریتي کمزورۍ تورن او ټینګار یې وکړ چې سږ کال ورته د ښوونځیو کمزوری مدیریت ورته د منلو نه‌دی.

اړوند مطالب:

د غور ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه‌لري

هرات؛ درېیو کلونو کې ۱۰۰ زرو ماشومانو ښوونځي پرېښي

په هرات کې له ۴۰ زیات ښوونځي تړلي دي

په همدې حال کې د پروان د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم د دغه ولایت د پوهنې په چارو کې د زوراکیو پر لاسوهنو نیوکه وکړه. نوموړي وویل، د خلکو په مرسته به هڅه وکړي چې په نوي ښوونیز کال کې د زورواکیو د ناقانونه لاسوهنو مخه ونیسي.

د هرات د پوهنې رییس روح‌الله ازهد بیا په دغه ولایت کې له ښوونځیو نه د هغو ۳۰۰ زرو ماشومانو د محرومیت خبر ورکوي چې ښوونځي ته د تلو په شرایطو برابر، خو ترې بې‌برخې دي.

د نوموړي په وینا، له دوو اونیو راهیسې یې د یادې ستونزې د حل په موخه د دولتي او نادولتي بنسټونو په مرسته کمپاین پیل کړی دی.

د یادونې ده چې نن په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په ځانګړیو مراسمو پیل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام