
نن په کابل کې د افغانستان د پوهنې وزارت او د «تعلیم نه تم کېږي» بنسټ له لوري یوې جوړې شوې خبري غونډې ته د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وویل چې همدا اوس ۳.۷ میلیونه ماشومان د جنګونو له امله مکتبونو ته نهشي تللی.
ده په ورته وخت کې د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ مکتبونه تړل شويدي.
ښاغلي بلخي په ټینګار سره وویل چې ټول هېوادوال باید د ښوونیزې برخې په پراختیا کې برخه واخلي او که داسې ونهشي؛ معلومه ده چې ۳.۷ میلیونه ماشومان له زدهکړو د محروم پاتې کېدو ترڅنګ به هغوی د مخالفانو د موخو ښکار او په ناسمو مسیرونو روان شي.
ده وویل چې ښوونځي کې د دې شمېر ماشومانو د شاملولو په پار یې د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو سره په همکارۍ د «تعلیم نه تم کېږي» پروګرام له بنسټ سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
ورته مطالب:
نږدې ۲۰۰زره افغان معلول ماشومان له زدهکړو محروم دي
وردګ: ناامنیو او ناوړه دودنو سلګونه نجونې له زدهکړو محرومې کړې دي
د بغلان ناامنۍ لسګونه زدهکړیالان او زدهکوونکي له زدهکړو محروم کړي
د «تعلیم نه تم کېږي» یا ECW بنسټ مسوولانو هم پهدې خبري غونډې کې وویل چې د دې بنسټ له لوري د یونیسف ادارې په همکارۍ هڅه کېږي چې ۱.۵ میلیون ماشومان ښوونځيو کې شامل شي.
د «تعلیم نه تم کېږي» بنسټ مسوولې یاسمین شریف زیاته کړه چې دا پروژه به د درېیوو کلونو لهپاره دوام وکړي او هغه نجونې او هلکان به په ښوونځیو کې شامل کړي چې یا د جنګ له امله او یا د نورو ستونزو له امله له زدهکړو محروم پاتې وي.

د دې په خبره، په دې یو نیم میلیون زدهکوونکیو کې به ۶۰ سلنه نجونې وي.
د اغلې شریف په وینا، پهدې پروګرام ۱۵۷ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي چې د سویډن کمېټې، د یونسف ادارې او نورو مرستندویه موسېسو له لوري ورکول کېږي.
«تعلیم نه تم کېږي» یا ECW بنسټ په هغو هېوادونو کې د زدهکوونکیو د تعلیم په برخه کې کار کوي چې دمګړۍ په جګړه کې ښکېل وي.
په ورته مهال د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یاد شمېر ماشومانو بېزدهکړو پاتې کېدل ټکانورکوونکي وبلل او زیاته یې کړه چې پهدې شمېر کې یوازې ۵۷ سلنه نجونې دي او همداراز له زدهکړو محرومو ماشومانو کې ۸۵ سلنه ماشومان معلول دي.
ده د دې حالت د بدلون هیله وښوده او زیاته یې کړه، هماغسې چې افغانستان له صفري نقطې شروع کړې او تر اوسه یې په ښوونیزه او پوهنیزه برخه کې ډېر پرمختګ کړی؛ لا هم له ډېرو ستونزو سره هم مخ دي.
ده د هېواد د امنیتي او دفاعي سکټورونو نه غوښتنه وکړه چې له ښوونځیو، کلینیکونو او روغتونونو نه د جنګي سنګرونو په توګه استفاده ونه کړي چې په راتلونکي کې د زدهکړې مخالفاتو ته د ښوونځيو د ورانولو زمینه برابره نهکړي.
د پوهنې سرپرست وزیر هیله وښوده چې د سوېډن کمېټې، یونسف نړۍوالې ادارې او نورو نړۍوالو مرستندویه موسېسو په همکارۍ تر ۲۰۳۰ زېږدیز کاله پورې هېڅ ماشوم له زده کړو بېبرخې پاتې نهشي.





