
هرات کې د ۱ میلیارډ او ۳۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۳۴ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د دغو ودانیو د کار پرانستلو پر مهال وویل چې په دوو کلونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د رحیمي په وینا، د حکومت د پلان له مخې، ټاکل شوې د هېواد په کچه د ۶۰۰۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شي.
عبدالقیوم رحیمي زیاتوي، د یادو ۳۳۴ ښوونځیو له ډلې د ۲۹ هغو بودیجه یې چې ۹۰ میلیونه افغانۍ کېږي، د دوی لاس ته ورغلي او د پاتې نورو لپاره به هم اقدام وکړي.
په همدې حال کې د هرات د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اغامحمد صدیقي وايي، یاد ښوونځي به د هرات د ولسوالیو په لریو پرتو سیمو کې جوړ شي.
د نوموړي په وینا، په لومړي پړاو کې به ۱۹ ښوونځي په کرخ، زندهجان، فرسي، پښتون زرغون، اوبه او کهسان ولسوالیو کې جوړ شي او دغه راز د ۱۰۰ نورو ښوونځیو د ډیزاین چارې بشپړې شوي او په ناامنو سیمو کې هم د ښوونځیو په وړاندې هېڅ ډول ستونزې نهشته.
بلهخوا د هرات د پوهنې رییس روحالله ازهد وايي، په دغه ولایت کې ټولټال ۱۱۰۰ ښوونځي دي چې ۵۰ سلنه یې ودانۍ نهلري او زده کوونکي یې په خیمو او تر اسمان لاندې زده کړې کوي.
زابل کې ۶۵ تړلي ښوونځي پرانیستل شوي
د غور ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نهلري
طالبانو په سرپل کې د نجونو ۱۳ ښوونځي تړلي
لوګر کې نیمايي ښوونځي ودانۍ نهلري
طالبانو له محمداغې وروسته د لوګر مرکز پلعلم ښوونځي هم وتړل

د نوموړي په وینا، په هرات کې د ۳۳۴ ښوونځيو لپاره د ودانیو په جوړولو سره به د یاد ولایت د زدهکوونکیو ستونزې حل شي.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وايي، که څومره د دولت وسلهوال مخالفان د ښوونځیو ودانۍ ورانې کړي، دوی به یې له جوړولو لاس وا نهخلي.





