ټولنه
لوګر کې د ۵۰۰ زدهکوونکیو جنسي ځورونه؛ ګارډین راپور خپور کړ
یوې بریټانیايي ورځپاڼې ګارډین راپور خپور کړی چې په لوګر کې د مدني ټولنې شبکې د بچهبازۍ له یوې حلقې نه چې د ۵۴۶ هلکانو د جنسي ځور مسوول بلل شوي، پرده پورته کړې ده.
د دغه راپور له مخې، په دغه ولایت کې پنځه کورنۍ چې د خپلو ماشومانو ویډیوګانې یې پر ټولنیزو رسنیو خپرې کړې وې، وژل شوي دي. دغه راز شاوخوا ۲۵ نور زیانمن هلکان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د قربانیانو په ډله کې یو ماشوم ۱۳ او بل هم ۱۵ کلن دي، خو د اصلي عاملانو هویت تراوسه نهدي په ډاګه شوی.
په لوګر کې د مدني ټولنې شبکې ۱۶ کاله د دغو قضیو پر مستندولو تېر کړي او توانېدلې چې د بچهبازۍ د ۱۰۰ پېښو دوسیې مستندې کړي.
د لوګر یو مدني فعال محمدموسی (مستعار نوم) ادعا کوي چې استادان، سرښوونکي او محلي چارواکي له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې په دوسیو کې پوره لاس لري. د موسی په وینا، د دوی شبکې د ۱۴ او ۲۰ کلونو لرونکیو سره خبرې اترې کړې دي. د جنسي ځورونې ډېره برخه شکایتونه په امن سیمو کې ثبت شوي او همدا لامل دی چې ښايي د دغه ناورین د قربانیانو شمېر د پام وړ ډېر شي.
تمیم (مستعار نوم) چې ۱۷ کاله عمر لري، په لوګر کې د دغو پېښو یو قرباني دی. هغه وايي، استاد یې ورسره مینه لرله او غوښتل یې چې جنسي اړیکې ورسره ولري. کورنۍ یې لومړی پر خبرو باور نه کاوه، خو هغه مهال یې چې د خپل استاد غږ ثبت کړ او هغه ترې د یوځای کېدو غوښتنه کړې وه، کورنۍ ته واوروله، هغوی یې هم پر خبرو باور وکړ.
د زدهکوونکیو په وینا، د ښوونځي سرښوونکی د ښوونځي په کتابتون کې یوه ځانګړې کوټه لري؛ هغه کوټه چې سرښوونکی د درس په پای او د اوونۍ په وروستیو ورځو کې پهکې پر هلکانو جنسي تېری کوي.
تمیم وايي، که څه هم سرښوونکی اوس له ښوونځي اېستل شوی، خو په وینا یې، اوس په کابل کې په پوهنې وزارت کې دنده لري.
.jpg)
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، که د دغه وزارت د کاروونکیو پر وړاندې کوم شکایت ثبت شي، وبه یې څېړي. نوموړې زیاتوي، که ښوونکی له زدهکوونکیو سره ناسم چلند وکړي، له قانون سره سم به سزا ورکړي.
پوهنې وزارت ۲۲۰ زره ښوونکي لري او د جرم کشف او څېړل په دغه وزارت پورې اړه نه لري.
داوود (مستعار نوم) چې ۱۸ کاله عمر لري او د لوګر په یوه بل ښوونځي کې یې زدهکړې کړي، ادعا کوي چې یوه ښوونکي یې په ازموینه کې د بریا په بدل کې ترې ورسره د یوځای کېدو غوښتنه کړې وه.
یو مدني فعال محمدموسی وايي، د زدهکوونکیو د جنسي تېري عاملان د پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شوي دي. د نوموړي په وینا، نارینه ښوونکي، د ډېر عمر لرونکي زدهکوونکي، زورواکي او د کورنیو لرې غړي د دغو جرمونو اصلي عاملان دي.
موسی وايي، ځینې قربانیان د هغوی د ویډیوګانو نه خپرولو په بدل کې اړ کېږي چې نشهيي توکي وپلوري.
د «ال سروایورس» پروژې مدیره چارو هوګ وايي، د جنسي ځورونې ټولې پېښې په راپور کې نهدي راوړل شوي. د مېرمن هوګ په وینا، د سزا نه ورکول، د خطرناکو جنسیتي پېښو دودېدل او بېوزلي د دغو جرمونو د پټېدو اصلي لاملونه دي.
په افغانستان کې د رواني روغتیا د یوه بنسټ مسووله لیلا شوارتز چې د ورته پېښو قربانیانون ته سلا مشورې ورکوي، وايي، دا ډول پېښې کمې ثبتېږي؛ ځکه په وینا یې، دا پدیده په ټولنه کې د کورنۍ ځایځایګي ته زیان رسوي. د شوارتز په وینا، په دا ډول قضیو کې قربانیان له مجرمانو نه ډېر ملامت ګڼل کېږي.
سرچینه: ګارډین
ژباړه: شبنم خلیلیار