
د بلخ ځايي چارواکیو له لوري ترکیې دولت ته د افغان ـ ترک ښوونځیو د مدیریت لېږد په موخه د فشارونو په دوام، د دې ښونځیو د زدهکوونکیو یو شمېر کورنۍ له امنیتي ځواکونو سره له ۲۴ساعتونو مخامخېدو وروسته، بلخ کې د ځايي چارواکیو او د ترکیې د قونسلګرۍ له شویو کړنو نارضایتي ښيي او امنیتي ځواکونه په ناوړه چلند تورنوي.
هغوی وايي، پرون د ترکیې قونسلګرۍ، د بلخ پوهنې ریاست او ځېنو امنیتي ځواکونو غوښتل، افغان ـ ترک ښوونځي ته ننوځي او د ښوونځي د مدیریت چارې ورنهواخلي چې د زدهکوونکو د کورنیو له مقاومت سره مخ شويدي.
د افغان ـ ترک د ښوونځیو زدهکوونکیو کورنیو دوه تنه انجنیر عصمتالله عاصم او عبدالقهار اسلمي وايي، لهدې ښوونځیو سره باید سیاسي لوبه ونهشي او هغوی به تر وروستۍ شېبې چې ترکیې دولت ته د دې ښوونځیو د مدیرت چارو نه سپارل دي؛ له خپل دریځه په شاه نهشي.
دوی د شرم ځای ګڼي چې امنیتي ځواکونه له وسلو سره اکاډمیکو ځایونو ته ننوځي او د ادارې مسوولان په ټوپک سره ګواښي او غواړي د هېواد ۸زره زدهکوونکي بېبرخلیکه کړي.

جوزجان کې هم د زدهکوونکیو کورنیو په یوې اعتراضیه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې له افغان ـ ترک ښوونځیو سره له سیاسي چلند لاس واخلي، ګنې د دوی له جدي غبرګون سره به مخ شي.
د هغوی په وینا، نظام دننه کې ځېنې کړۍ د خنډونو په رامنځته کولو سره افغان ـ ترک ښوونځیو کې د نورو هېوادونو سیاست ته لاره هواروي.
د افغان ـ ترک ښوونځیو د زدهکوونکیو کورنیو یوه غړې فهیمه وايي، وسلهوال کسان او زورواکان ښوونځي ته ننوځي، دروازې ماتوي، ښيښې ماتوي، غواړي استادان ونیسي او د ترکیې حاکمانو ته یې وسپاري. دوی د دې سیاست محکومولو لهپاره د اعتراض په ډول ټول شوي.
په همدې حال کې کابل کې د افغان ـ ترک د ښوونځیو د زدهکوونکیو کورنیو کمېټه، بلخ ولایت کې په افغان ـ ترک ښوونځي برید، د افغان حکومت غیرقانون کړنه بولي.

د افغان ـ ترک ښوونځیو د زدهکوونکیو کورنیو کمېټې مرستیال فضلاحمد معنوي وايي په غیرقانوني ډول ښوونځیو ته ننوتل د ښوونیزې ادارې په حریم تېری ګڼي. دی وړاندیز کوي چې ستونزه په بحث او خبرو حلېږي؛ نه له وسلو سره یوځای ښوونځي ته په ننوتلو سره.
خو د بلخ پوهنې رییس صبغتالله مستقیم وايي، ښوونځي ته له وسلو سره د هغوی ننوتو لامل دا و چې سیمه کې د غیرمسولو وسلهوالو کسانو حضور په اړه اندېښنې موجودې وې.
نږدې دوې میاشتې مخکې کابل کې د افغانستان پوهنې وزارت او د ترکیې پوهنې بنسټ ترمنځ د یو هوکړهلیک له لاسلیکولو وروسته د افغان ـ ترک ښوونځیو د مدیریت پر لېږد هوکړه وشوه چې د حکومت دا پرېکړه د دې ښوونځیو د زدهکوونکیو د کورنیو کمېټې له سخت غبرګون سره مخ شوه.





