د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکو کورنۍ: دغه ښوونځي نه باید حکومتي شي

په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکو کورنیو په یوې اعتراضیه غونډه کې له افغان حکومته وغوښتل، د دغو ښوونځیو مسوولیت له ۲۳ کلونو راهیسې د چاغ په نوم غیردولتي بنسټ سره دی؛ نه باید له دې بنسټه واخیستل شي او د ترکیې په حکومت پورې وتړل شي.

دغو کورنیو وویل، په افغان ـ ترک ښوونځیو کې زده‌کوونکو د وړتیاوو له مخې شاملیږي؛ که حکومتي شي ښايي د زده‌کړو بهیر زیانمن وویني.

د زده‌کوونکو کورنیو له دغو ښوونځیو د ملاتړ په پار یو میلیون لاسلیکونه راټول کړي، تر څو د ښوونځیو حکومتي کېدو مخنیوی وکړي.

د افغان ـ ترک ښوونځي یوې زده‌‌کوونکې ملالۍ بارکزۍ وویل، د دې ښوونځیو د مسوولینو انګېزه د ښوونې او روزنې بهیر ته خدمت کول دي او دوی په دې برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

اوسمهال شاوخوا ۸ زره زده کونکي په مرکز او ولایتونو کې په دغو ښوونځیو کې زده کړې کوي.

تېر کال په ترکیه کې له یوې ناکامې کودتا وروسته د ترکیې دولت فتح الله ګولن د کودتا په طرحه کولو تورن کړ. په ورته وخت کې د فتح الله ګولن غورځنګ د افغانستان په ګډون د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې کلتوري او ښوونیز پروګرامونه لري، چې له کودتا وروسته د ترکیې دولت په ټولو هېوادونو کې د دغو ښوونځیو د تړلو غوښتونکی شو.

خو په افغانستان کې د افغان ـ ترک د ښوونځیو پرانیستي پاتې کېدو په اړه ولسي جرګې له حکومته غوښتل، چې د ترکیې له حکومت سره خبرې وکړي.
د چاغ ښوونیز او روزنیز بنسټ د افغانستان اقتصاد او بهرنیو چارو وزارت کې ثبت دی؛ له ۲۳ کلونو راهیسې یې یو ښوونځی په کابل او ۱۱ په ولایتونو کې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام