څېړنه: د اوونۍ په اوږدو کې د کم‌خوبۍ ستونزې حل

بې‌خوبي او کم‌خوبي د خطرناکو ناروغیو لکه د زړه حملې، سرطان او شکرې سبب کیدی شي.

خو د ستکهلم پوهنتون څېړونکي وايي، بې‌خوبه کسان کولی شي ۵ یا ۶ ورځې بې‌خوبي د اوونۍ په روخصتیو کې جبران کړي او د بې‌خوبۍ له‌امله د احتمالي ناروغیو رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.

په دې څېړنه کې پوهانو د بې‌خوبۍ اړیکه د وګړیو له مرګ سره څېړله ده. د پوهانو دغې ډلې په ۱۳ کلونو کې د ۳۴زره او ۸۸۰ تنو خوب او صحت څېړلی دی.

د څېړنې پایله ښيي له ۶۵ کلونو کم‌عمره کسان چې په اوونۍ کې له ۵ ساعتونو کم خوب کوي، د هغو وکړیو په پرتلې چې له ۶ تر ۷ ساعتونو خوب کوي ۵۳ سلنه یې د ناببره مرګ امکان ډېر دی.

د همدې څېړنې پر بنسټ هغه کسان چې د اوونۍ په اخر کې ډېر خوب کوي د هغو کسانو په څېر هوسا دي چې د اوونۍ په اوږدو کې له ۶ تر ۷ ساعتونو خوب کوي.

له دې ټولو سره ـ سره څېړنه ښيي، هغه کسان چې په یوې شپې او ورځ کې له ۸ ساعتونو زیات خوب کوي د ناببره مرګ امکان یې موجود دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام