ولې اسماني اجرام په بېلابېلو اندازو لیدل کېږي؟

که چېرې لمر یوه پنډوسکه وي؛ نو د هغه په داخل کې به یو میلیون ځمکې ځای شي

لمر تقریباً ۱،۵ میلیونه کیلومتره قطر لري او د ځمکې قطر ۱۲۷۴۵ کیلومتره دی. د لمر له یوې څنډې نه بلې څنډې ته، چې ۱۰۹ ځمکې په یو بل پسې کېږدو؛ نو ایله ور ورسېږو. که چېرې لمر یوه پنډوسکه وي: نو د هغه په داخل کې به یو میلیون ځمکې ځای شي. ځمکه په لمریزو منظومو کې پنځم ځای لري، خو بیا هم دومره لوی نه ښکاري.

خو ولې او څنګه کیهاني اجرام په بېلابېلو اندازو پیدا کېږي؟ ولې لمریزې مظومې له یو بل سره د اندازو له مخې دومره زیات توپیر لري؟ دغو پوښتنو په وروستیو کلونو کې ستوري پېژندونکي سرګردانه کړي وو.

له ۱۸مې پېړۍ راهیسې عالمان په دې پوهېدل، چې جاذبه د دې سبب کېږي، چې اجرام په فضا کې لوی او لالوی کړي؛ خو د جابې دا ډول پېښه نه شي کولی، چې یو بل بهیر چې د «سلسله مراتبو» په نامه یادېږي، توضیح کړي. په کیهان کې د سلسله مراتبو پدیدې پر بنسټ، اسماني اجرام په تدریج سره یو د بل شاته لوی او لا لوی ښکاري.

د ښې پوهېدنې له پاره یو ځل بیا لمریزې منظومې ته لنډه کتنه کوو. شاوخوا ۵ میلیارده کالونه پخوا، له ګازو او غبارو جوړ یو ستر کیهان، چې «هایدروجن » ورته ویلی شو؛ د اوسني لمریز نظام په ځای کې موقعیت لرلو، چې د یو نږدې ستوري د چاودنې له امله له یو بل سره ولګېدل او په هغه کې داخلې ذرې په مختلفو مسیرونو حرکت وکړ.

په پایله کې د جاذبې له امله، د دې وریځې په مرکز کې داسې ذرات راجمعه کېږي، چې د لمریز نظام په اجرامو کې تر ټولو لویه برخه لمر جوړوي او له لېرو واټنونو نه نوري سیارې یې په چاپېر کې چورلي. د بېلګې په توګه، څلور ډبرینې سیارې، عطارد، زهره، ځمکه او مریخ له نورو سیارو نه کوچنۍ او لمر ته نږدې دي.

مشتري، زحل، اورانوس او نپتون د بهرنیو سیارو په نامه یادېږي

خو مشتري، زحل، اورانوس او نپتون د منظومې له سترو سیارو ګازي شوي. دغه سیارې د بهرنیو سیارو په نامه یادېږي. ستورو پېژندونکیو په تېرو لسیزو کې ډېرې هڅې وکړې، چې د دې اندازو په توپیر پوه شي. هغوی سره دا پوښتنه وه، څنګه ممکنه ده، چې د سلسه مراتبو بهیر، د سیارو د اندازې په توپیر کې ختم شي؟

ستوري پېژندونکي د جاذبې قوې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي. لکه څنګه چې له غره نه یو واورین غونډاری راکولي کړي او هغه له ځان سره نوره واروه هم راټولوي، یا د انسان په وجود کې دننه سږې، چې د خپل ارثي جوړښت له مخې په مرور د وخت سره په تدریجي ډول لویېږي، اسماني اجرام هم د همدې قانون تابع دي. دا مثال پر دوی هم صدق کوي. د ازمایښتونو او کمپيوټري سافټویرونو په پایله کې څرګنده شوې ده، که چېرې یو اسماني جرم، د خپلې اندازې له بل جرم یا کوچنیو اجرامو سره ټکر وکړي؛ د دوی له خپلمنځي ټکر نه د اجرامو په داخل کې راپيدا شوی فشار ډېر ژر راکمېږي.

په ساده ژبه ویلی شو، چې د سیارو ترمنځ د اندازې توپیر په دوو شیانو پورې تړلی دی: سیارې جوړونکي مواد او له مور ستوري نه د سیارو واټن؛ یانې بېلابېل ډول مواد، لکه سیلیکان، اوسپنه، د کوچنيو ډبرینو سیارو او میتان، هیلیون، ایتان او څو نورو کوچنیو سیارو لویې ګازي سیارې جوړې کړي دي.

ځکه یوه ډبرینه سیاره ده، چې ډېره برخه یې د سیلیکان له ډبرې، هسته یې د نیکل او اوسپنې له ترکیب او د ګازو د نازک قشر – اتموسفیر – نه رغېدلې ده. د ډبرینو سیارو په منځ کې د ځمکې ځانګړنه دا ده، چې په خپله سطحه اوبه لري او دا پدیده د دې لامل شوې ده، چې زموږ کره د لمریز نظام په سیارو کې د «د ابي ټکي» په شان ښکاره شي.

ګازي سیارو د خپل جوړښت پر وخت، د ډبرینو سیارو د جوړېدلو پر بهیر هم اغېز کړی دی. مثلاً: مشتري، د مریخ د جوړښت پروسه مختل کړه او پرې نه ښودله، چې له اوسنۍ اندازې ستره شي.

که چېرې زموږ ځمکې د جوړښت پر مهال د خپلې اندازې له یوې بلې سیارې سره برخورد نه وی کړی؛ دومره به لویه نه وی او د مریخ په شان له یو میلیارد یا یو نیم میلیارد کلونو نه وروسته به یخ شوې وی او سطحه به یې هېڅکله د ژوند له پاره مناسبه نه وه. زهره، هم د یوې بلې سیارې سره د برخورد له امله، د عطارد او مریخ په نسبت لویه سیاره ده. عطارد په اصل کې د یو اسماني برخورد پاتې شونې هسته ده. خو د ګازي سیارو په جوړښت کې باید هېره نه کړو، چې له لمر نه په ډېرو لېرو واټنونو کې د دغو سیارو جوړونکي ګازونه ډېر یخ وو او په فضا کې د جاذبې د اغېز له امله په مختلفو دورونو کې مختلف قشرونه جوړوي.

د اتموسفیر د نپتون پورته قشر د میتان ګاز نه جوړه شوې دی

تر اوسه موږ سم پوه نه شو، چې ولې ستوري پېژندونکي وايي، چې ولې د ګازي سیارو په زړه کې په ځانګړي ډول د زحل او مشتري په هسته کې د ځمکې او یا له هغې نه سترې هستې موجودې دي؟ میتان ګاز چې په ډېرو ګازي سیارو کې موجود دي، حتا پر هغوی له اسمانه راورېږي.

مثلاً: د اتموسفیر د نپتون پورته قشر د میتان ګاز نه جوړه شوې دی او میتان هم په خپل وار سره د لمر د طیف سور نور جذبوي؛ خو ابي طیف له له ځانه لېرې شړي او کله چې په پایله کې نپتون ته وګورئ؛ د یوې ابي رنګې سیارې په شکل ښکاري، چې دا د میتان ګاز بله ځانګړه ده.

له بلې خوا د ګازي سیارو تشکیلېدونکي موادو ـ په ځانګړي ډول د مشتري ­ـ دومره کم وو، چې هستوي غبرګون یې په مرګز کې رامنځته نه شو او په پایله کې یوه ستر باد کوونکې ګازي سیاره پاتې شوه. د زحل سیاره، په ځانګړي ډول مشتري، چې له بېلابېلو ګازونو ترکیب شوې ده؛ د اتموسفیر پورته قشرونه یې د رنګارنګ کمربندونو په څېر لیدل کېږي. د مشتري په سطحه د ځمکې په اندازه یو تلپاتې بړبوکۍ موجوده وي، چې په حقیقت کې په لمریز نظام کې یو لوی طوفان ګڼل کېږي.

له بل لوري ګازي سیارې کولی شي، چې په اسانۍ سره د خپل شاوخوا ګاز، د ډبرینو سیارو په مقایسه ځانته راکش کړي؛ په دومره لویو اندازو کې قرار لري، چې هر څومره سیاره لویېږي؛ په هماغه اندازه ډېره جاذبه لري او کولی شي، چې د ځان په خوا ډېر ګاز راکش کړي. دغه پېښه ـ مشتري ۸۰۰ میلیونه کیلومتره له لمر نه لېرې ده ـ کېدلی شي، پېښه شي، ځکه چې د لمر په نږدې کې یوه ګازي سیاره جوشېږي او نابودېږي او یا د هغه د لمر د وزن او باد له امله په فضا کې خپرېږي.

که څه زموږ ځمکه یو ګازي اتموسفیر لري؛ خو له نېکمرغه د مقناطیسي میدان په لرلو سره توانېدلې، چې د ګازو دا حیاتي پوشش د لحافې په شان له خپل چاپېره وساتي، چې د انسان په شمول ټول موجودات د لمر له وژونکیو ذراتو او کیهاني غبرګونو نه په امان وي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام