پکتیاوالې مېرمنې د ښځینه‌وو ځانګړي سوداګریز مارکېټ غوښتنه کوي

یوشمېر پکتیاوالې مېرمنې په دغه ولایت کې د مېرمنو له‌پاره د ځانګړي سوداګریز مارکېټ جوړېدو غوښتنه کوي.

دغه مېرمنې وايي، په ښار کې د ښځينه‌وو له‌پاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدل ځکه اړین دي چې په وینا یې په دې سره به ښځې نه یوازې په اسانه پېر کوي، بلکې د وړې سوداګرۍ زمېنه به هم ورته برابروي.

د ګردېز ښار استوګنې ملیحې سلام‌وطندار ته وویل د ښار هټیوال نارینه دي او زیاتره کورنۍ مېرمنو ته اجازه نه ورکوي چې په خپل سره ښار ته ولاړې شي او توکي واخلي.

نوموړې وايي، د مېرمنو له‌پاره د ځانګړي سوداګریز مارکېټ جوړل خورا اړین دي او په راحت خیال سره پېر او پلور کولی شي.

د زرمینې په نوم یو بله مېرمن وايي، د مېرمنو له‌پاره د ځانګړي مارکېټ جوړول د مېرمنو اقتصادي بسیاینې په برخه کې خورا مهم ثابتیږي.

دغې مېرمنې وویل، ښځې کولی شي ټول په لاس ګنډل شوي توکي په دغه ډول مرکزونو کې خرڅ کړي؛ چې اوسهال یې نه شي کولی په هټیو کې یې وپلوري.

د پکتیا د ښځو چارو رياست هم په دغه ولایت د ښځینه‌وو ځانګړی مارکېټ یوه اړتیا بولي. 

د ښځو چارو ریيسې نسرين اورياخېل سلام‌وطندار ته وويل، ولايتي اداره په پام کې لري په را روان کال کې د ښار يوه څنډه کې ښځینه‌وو ته ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.

مېرمن اوریاخېل وویل، دوی په پلان کې لري، چې د ښځو له‌پاره د کار زمینه برابره کړي.

په سویل ختیځو ولایتونو کې تراوسه ښځو ته هېڅ کوم ځانګړی سوداګریز مارکېټ او یا بل کوم مناسب کار ځای نه دی جوړ شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام