د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين غواړي د يو کال په موده کې د خپل هېواد اټومي وسلې زياتې او نور لرې ویشتونکي توغندي ورسره یوځای کړي.
راپورونه وايي، چې دا ځل به روسیه د خپل اټومي وسلو سره قاره ویشتونکي توغندي هم يوځای کړي.
د روسيې ولسمشر مسکو ته په ۳۰ ميلي نژدې کوبينکا سيمه کې د يوه پوځي نندارتون د پرانيستلو پر مهال د پورته وينا وو، ترڅنګ اعلان وکړ، چې د خپل هېواد اټومي ځواک په واک کې به ۴۰ نور بالستيکي قاره ویشتونکي توغندي ورکړي.
نیویارک ټايمز د راپور له مخې د امريکا متحده ایالات په دې اړه سخته اندېښنه ښودلې او ويلي، چې د روسيې دا کار به په نړۍ کې جنګ ته لمن ووهي.
روسیه وروسته له هغې دا اعلان وکړ کله، چې امريکا شاوخوا ۵ زره پوځيان د دغه هېواد په ګاونډ پولنډ او نورو سيمو کې پوځي تمريناتو د ترسره کولو امر وکړ.
امريکا ویلي، چې دغه تمرينات يې د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو په باب ترسره کړي.
همدارنګه د روسيې د ريانووستي خبري اژانس راپور له مخې پوتين ويلي، چې دغه قاره ویشتونکي توغندي د پرمختللو دافع هوا وسلو په واسطه هم نه شي کشفېدی.
د روسيې دغه اعلان د ناټو سخت غبرګون هم راپارولي.
د ناټو عمومي منشي ينس شتولتنبرګ د اروپايي ټولنې کمېسيون له مشر جین کلاود يونکر سره په خبرو کې ویلي، چې د روسيې دا شان کړنه د نه توجیه وړ او خورا خطرناکه ده.
خو خبرداری يې ورکړی، چې که روسيه په دغې کړنې لاس پورې کړي، نو د ناټو له قوي ځواب سره به مخ شي.
په دې اړه د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونوف ویلي، چې روسيه دغه منفي او تسليحاتي رقابت ته ناټو هڅولی.
پوتين دغه راز زياته کړې، چې ناټو نه باید د روسيې سرحدونو ته نژدې شي.
روسیه په دې تورن دی، چې د اوکراين په ختيځ کې د خپلو پوځيانو او وسلو په زور د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو دغه تورونه بیا په وار وار سره د روسيې له لوري رد شوي دي.