په ۱۶کلونو کې ۵میلیارده متره مکعبه اوبه ډېرې شوې‌دي

 

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر محمدګل خلمي د اوبو په پنځمې ملي غونډې ته ـ چې کابل کې جوړه شوې‌وه ـ وویل چې په هېواد کې د اوبو د مهارولو ظرفیت ډېر شوی‌دی.

ښاغلي خلمي وویل، په هېواد کې د بیاموندل‌کېدونکیو اوبو د کلني میزان کچه ۴۹میلیارده متره مکعبه ده او د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۷میلیاردو مترو مکعبو ته رسېږي؛ خو ځېنې ستونزې د دې لامل شوې چې د اوبه‌ییزو سرچینو نه کمه ګټنه وشي.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر وايي، د اوبو ملي سکتور ستراتيژي او د اوبو قانون د اوبو د سرچینو د ښه‌والي، د ښې حکومتولۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سرحدي پولو په اړه بیا لیدنه کوي.

د ښاغلي خلمي په وینا، د اوبو د ملي سرچینو او د اوبو د مهار ملي پراختیايي پروګرامونو په عملي کېدلو سره د سطحي او د ځمکې لاندې اوبه په ۱۳۹۷ کال کې نسبت ۱۳۸۱ کال ته له ۲۱میلیاردو مترو مکعبو نه ۲۶متره مکعبو ته ډېرې شوې‌دي.

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، د اوبو د ودانیو د اصلاح ملي پروګرام، د اوبو ورکولو  ۲۱۰۰ پروژې بیارغول شوې‌دي چې په پایله کې یې ۷۰۰ هکتاره ځمکې ـ چې مخکې له اوبو محرومې وې ـ اوبو ته لاس رسی پيدا کړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکیو په وینا، له اوبه‌ييزو سرچینو نه د ګټنې کچه به په ۱۴۰۲لمریز کاله پورې له ۲۶ میلیاردو مترو مکعبو نه ۲۹میلیاردو مترو مکعبو ته لوړه شي.

ورته مطالب:

«که د زېرمو ګواښونه‌ لېرې نه‌شي؛ ۵کاله وروسته به کابل اوبه ونه‌لري»

هند پر پاکستان اوبه بندې کړې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام