په کیپلر ۱۸۶f سیاره کې د ژوند کولو اسانتیاوې

کله چې په یوه لېرې پرته سیاره کې د ژوند کولو په اړه سوچ کوئ، د ځمکې اوبو او هوا، طبیعت او فصلونه له هېره وباسئ. که په همدې تکل له لمریزې منظومې لېرې لاړ نه شئ؛ بیا هم په ځېنو سیارو کې لکه د مریخ په شان اوبه، هوا  او د ژوند کولو زمینه؛ تر وروستۍ کچې ستونزمن دي.

د بېلګې په توګه: د مریخ پر مخ کې د تودوخې کچه په حیرانوونکي ډول تو پیر لري، د مریخ له سطحې نه تر ۲ مترو لوړوالي پورې د تودوخې درجه ۲۰ هغه بدلون کوي. په دې مانا، چې پښې به مو تودې او سر به یخ وي.

دویم دا، چې په مریخ کې د اتموسفیر د نشتوالي له امله لومړني مسافران اړ دي، چې په بندو شویو خونو کې ژوند وکړي؛ هیڅ کله نه شي کولی، چې د مریخ لمر ته ویده شي او یا هم د دې سرې رنګې سیارې خاوره لمس کړي.

د مریخ په سطحه کې د خاورو داسې ستر طوفانونه را الوځي، چې د دې سیارې اسمان څو ورځې په دوړو او خاورو کې پټ وي.

د څو کلونو له تېرېدو وروسته کیپلر فضايي تلسکوب په دې توانیدلی دی، چې له ۱۸۰۰زیاتې نوې سیارې د ستور په چاپېره کې کشف کړي دي، او له ۱۰۰۰ زیاتې سیارې د دې فضايي تلسکوب د څار لاندې دي.

اوسنۍ ټکنالوژي او وسایل په دومره کچه نه دي، چې موږ وکولی شو، له دې ډلې نه یوې سیارې ته سفر وکړو، خو تاسې فکر وکړئ، چې په یو نه یو ډول تاسې په دې توانیدلي یئ، چې د یوې سیارې سطحې ته تللي یئ او اوس خپلو تجربو نه، چې په همغه سیاره کې لیدلي؛ خلکو ته یې په اړه خبرې کوئ.

تېر کال پوهانو یوه سیاره د "کیپلر f ۱۸۶"  په نوم  کشف کړه، چې دغه سیاره د ځمکې په اندازه ده او د ژوند د کمربند په سیمه کې د یوه ستوري په چاپېره کې چورلي، چې له سیارې نه په لېرې واټن کې اوبه په مایع ډول لیدل کیږي. ښايي چې په دې سیاره کې ژوندي موجودات هم موجود وي.

دغه کم روښانه سیار ده، او د لمر نه په ۵۲.۴ میلیونه کیلو متره په واټن کې چورلي، د کیپلر په نسبت د ځمکې د ژوند سیمه له لمر نه ۱۵۰ میلیونه کیلو متر په لېرې واټن کې پرته ده.

پوهان د یوې سیارې د چورلیدلو وخت، اندازې او د هغې مورنۍ سیارې او لسګونو نورو شاخصونو ته په پام کولی شي، چې په یوې سیاره کې د ژوند کولو زمینه معلومه کړي. موږ هم د کيپلر ۱۸۶f سیارې د ځانګړتیاو په پوهېدلو سره دې لېرې پرتې نړۍ ته مجازي سفر کو.

کله چې د کیپلر۱۸۶f سیارې په سطح ولاړ وئ: دغې سیارې په اسمان کې د ځمکې په پرتله د لمر سترګه ۳۰ ځلې لویه معلومیږي، خو د لمر تودوخه په دغې سیاره کې د ځمکې د لمر تودوخې په پرتله لږ کمه ده.

دې ته په کتو سره د کیپلر سیاره د یوې لمریزې ورځې په نیمايي برخه کې چې کابو د ماسپښین وخت وي د ځمکې د لمر په اندازه چې په لودیځ او ختیځ وخت کې په کومه اندازه چې معلومیږي برابروالی لري.

څرنګه چې د کیپلر ۱۸۶f سیاره د ځمکې په اندازه ده؛ نو دې ته په کتو په دې سیاره کې د اوبو د شته والی اټکلېږي او چېرې چې اوبه وي؛ هلته په زیات ګومان سره د ژوند احمتال شته.

تر اوسه په دې نه پوهیږو، چې د دې سیارې د اتموسفیر ترکیب څه ډول دی، او په دې هم نه پوهیږو، چې په دې سیاره کې څه ډول اوبه، هوا او تودوخه شته؟

کره شمېرې ښيي، چې دغه سیاره ۱۱ برابره له ځمکې نه لویه ده، که چېرې یې د دغې سیارې ترکیبات د ځمکې مشابه وي او یوه پر درېیمه برخه د هسته یې اوسپنې او دوه پر درېیمه برخه یې د اوبو او یخ سیلیکات نه جوړه وي. په پایله کې د دغې سیارې د جاذبې قوه د ځمکې سره برابره ده.

د ځمکې یو کال ۳۶۵ ورځې ده، خو د کیپلر سیاره په دې د لیل، چې مورني ستوري ته نږدې ده؛ نو یو کال یې د ځمکې د ۱۳۰ ورځو په اندازه ده.

د دغې سیارې مدار کابو دایروي شکل لري او د تودوخې د کچې کموالی او زیاتوالی يې د ځمکې د څلورو فصلونو په اندازه په کې ډېر کموالی او زیاتوالی په کې نه لیدل کیږي.

که چېرې د دغې سیارې د چورلیدلو مدار د ځمکې په شان کابو بیضوي وي؛ نو د لمر وړاندې د دغې سیارې په ټولو برخو یو ډول نه لوېږي او هغه وخت بیا په دغې سیارې کې د فصلونو بدلون لیدل کیږي.

تر دې مهاله په دې نه پوهیږو؛ چې په دغې سیاره کې د یوې ورځې اوږدوالی څومره دی او دا هم معلومه نه ده، چې دغه سیاره د مورني ستوري په مدار کې قفل شوی او کنه؟

که چېرې دغه سیاره د مورني ستوري په مدار کې قفل شوي وي؛ نو د تل له پاره یې یو اړخ د مورني ستوري پر لور دی، د دغې سیارې یو لوری د تل له پاره په کې ورځ او بل لوري کې د تل له پاره شپه ده.

د کیپلر۱۸۶ په چاپېره کې ۴ نور کیپلر۱۸۶ سیارې دي، چې د b,c,d,e په نوم دغې سیارې ته په نېږدې واټنونو کې د تاوېدو په حال کې دي.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې کیپلر۱۸۶ په کافي اندازې سره، د مورني ستوري نه لرېوالی لري او د مورني ستوري په شاوخوا کې نه ده قفل شوې او د ځمکې په شان شپه او ورځ لري.

د ورځې په سختۍ سره کولی شو، چې د غه سیاره او څلور نورې سیارې ولیدلی شي.

کیپلر۱۸۶e د یو لنډ وخت له پاره د همدې سیارې له سطحې نه د د لمر لوېدو په وخت کې د یو روښانه ستوري په بڼه، لکه څرنګه چې د ځمکې له اسمانه چې د زهره ستوری لیدل کیږی.

که چېرې وغواړئ، چې د دغې سیارې له سطحې نه له خپلو دوستانو سره اړیکه ونیسئ ستاسو پیغام له ۵۰۰ کلونو وروسته ځمکې ته رارسیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام