
له کوچني اختر وروسته تر ډېره حده د قرنطین او ګرځبندیز له ماتېدو او دغه راز د دولتي ادارو له فعالېدو وروسته، داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ښوونځي او پوهنتونونه به هم ډېر ژر د زدهکوونکيو پرمخ بیا ځل پرانيستل شي.
د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو چارواکي وايي، له دوی نه په دې اړه طرحې غوښتل شوي خو لا چمتو شوې نه دي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند عزیز احمد اوریاخېل سلاموطندار سره خبرو کې وايي، د ولسمشر د دویم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه کې د هېواد ښوونیزو او تحصیلي ادارو ته لارښونه شوې چې د حضوري زدهکړو په تړاو خپل لیدلوري او طرحې د افغان دولت کابینې ته وړاندې کړي.
خو د پوهنې وزارت وايي اوسمهال زدهکوونکيو ته د پوهنې وزارت د راډیو ټلویزیون له لارې انلاین زدهکړې ورکوي او په حضوري توګه یې په ښوونځیو کې بیا ځل پیلېدل د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنو پورې اړه لري.
د هېواد ټول ښوونځي، پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونه له هغه وروسته د زده کوونکو پر مخ وتړل شول چې هېواد کې کرونا ویروس خپور او له امله یې قرنطین او ګرځبندیز وضع شو.
خو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو له وروستیو څرګندونو ښکاري چې په دې اړه لا چمتووالی نه دی نیول شوی. خو ښکاره خبره دا ده چې د حضوري زدهکړو لپاره د دغو وزارتونو د طرحو تر جوړېدو پورې به ټول زدهکوونکي او محصلان لالهانده او له زده کړو بې برخې وي.





