د کانکور ازموینې ګډونوال د دې ازموینې له سهمیه‌بندۍ شکایت کوي

د کانکور د ټولیزې ازموینې یو شمېر ګډونوال په بدخشان، هرات او بامیانو ولایتونو کې د کانکور ازموینې له سهمیه‌بندۍ شکایت کوي. دوی وايي، د حکومت دغه ګام د زده‌کوونکیو د استعدادونو د له منځه تلو لامل ګرځي.

د دوی په خبره، د کانکور ازموینې د سهمیه‌بندۍ له امله په کلیدي برخو کې د تېرو کلونو په پرتله د پذیرش په کچه کې کموالی راغلی دی.

د کانکور ازموینې ګډونوال فرید او سودابه وایي، دا یوه مغرضانه پرېکړه ده چې موږ ته د منلو نه‌ده. د دوی په وینا، په یاده سهمیه‌ کې په هر ولایت کې یوازې یو کس ټاکل کېږي او همدا لامل و چې هېڅ مې سهمیه انتخاب نه‌کړه.

په همدې حال کې یو بل ګډونوال فریداحمد وايي، د مهمو پوهنځیو په جذب کې کموالی راغلی چې په وینا یې، اقتصادي پوهنځي ته سږ کال ۴۸ کسان نیول کېدل، خو تېر کال دا شمېر ۶۰ کسان وو.

د کانکور ازموینې ګډونوال وايي، سره له دې چې د ازموینې اخېستو بهیر روڼ و، خو د انجینري، طب، حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او کمپيوټرساینس مهمو رشتو له سهمیه‌بندۍ نه خوښ نه‌دي.

خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین بیا له سلام‌وطندار سره په خبرو کې په کانکور کې ازموینه کې د سهمیه‌بندۍ موضوع ردوي او وايي، د کادر جوړونې لپاره په ۳۳ ولایتونو کې یو کس د کانکور په لوړه نومره کابل پوهنتون ته ټاکل کېږي.

د امین په خبره، د طب، انجینري، حقوقو، اقتصاد او کمپیوټرساینس پنځو رشتو لپاره ۳۳ څوکۍ د کابل په پوهنتونونو کې د ولایتونو د داوطلبانو لپاره زیاتېږي.

امین وايي، د کانکور ګډونوال ۲۵ سلنه د خپلو ولایتونو او ۷۵ سلنه هم د ټول هېواد په کچه په کانکور ازموینه کې سیالي کوي.

د کانکور ازموینې د سهمیه‌بندۍ طرحه له لومړۍ ورځې تر ننه له ځینو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام