دولتي پوهنتونونه د لس سلنه داوطلبانو د جذب وړتیا لري

د ازموینې ملي ادارې نن پنجشنبه د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان او د کابل ښار د اصف مایل ښوونځي زده‌کوونکې شمسیه د ۳۵۳،۱۸۵ نومرو په اخیستلو سره عمومي اول‌نمره اعلان شوه. نوموړې د کابل طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې یو لک، ۷۳ زره او ۴۳۲ کسانو برخه اخیستې وه چې له ډلې یې ۴۳ زره او ۸۷۵ هلکانو او ۲۲ زره او ۲۲۰ نجونو دولتي موسسو ته لاره موندلې او د ۷ زره ۱۶۴ نجونو په ګډون، ۱۵ زره ۱۴۷ نور کسان نیمه دولتي موسسو ته بریالي شوي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د کانکور له ګډونوالو نه د ۳۱ زره او ۶۶۱ نجونو په ګډون، ۸۸ زره او ۸۰۸ کسان خصوصي موسسو ته بریالي شوي دي.

د ازمونې ملي ادارې رییس عبدالقدیر خموش وویل، د سږ کال په ازموینه کې نږدې ۹۸ سلنه ګډونوال بریالي شوي دي.

د نوموړي په وینا، په کانکور ازموینه کې له ۲۳۰ زرو ډېرو داوطلبانو ګډون کړی و چې له ډلې یې په کابل او ولایتونو کې ۱۷۳ زره او ۴۳۲ کسان د دولسم ډولګي فارغان وو.

هغه وايي، د دولسم ټولګي د فارغانو له ډلې ۶۶ زره او ۹۵ کسان دولتي لوړو زده‌کړو، ۱۵ زره او ۲۶۹ کسان دولتي نیمه لوړو زده‌کړو او ۸۸ زره او ۸۰۸ کسان هم د خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو ته بریالي شوي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عباس بصیر د کانکور ازموینې بهیر پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې وویل، یوازې لس سلنه داوطلبان په دولتي لوړو زده‌کړو پوهنتونونو کې جذبېږي چې په وینا یې، دا د سیمې او نړۍ په کچه ډېره ټیټه سلنه ده.

هغه وویل، په سږني کانکور کې له اول‌ نومره تر شلم نومره پورې بریاليو شويو کسانو ته به په بهر کې د زده‌کړو بورسونه ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، د ولایتونو د کانکور له اول تر درېیم نومره پورې کسانو ته سل بورسونه په پام کې نیول شوي او د ازادې سیالۍ له لارې به په‌کې بریالي کېدونکي کسان هم په دغو بورسونو واستول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام