نوی لمریز نظام وموندل شو

انځور:ناسا

دا خیالي انځور په ټراپېسټ -۱ (TRAPPIST-1) لمریز نظام کې د ټراپېسټ -۱اېف (TRAPPIST-1f) په نامه د نوې موندل شوې سیارې د مخ ممکنه څرنګوالی ښيي.

ساینسپوهانو د سپېټزر تشیال لروین (Spitzer Space Telescope) او ځینې نورو ځمکنيو لروینونو (ټلسکوپونو) په مټ په دې نوي لمریز نظام کې اووه ځمک‌ډوله سیارې موندلي دي.

اووه اسمانونه لا معلوم نه دي، خو د اوو ځمکو خبره لکه چې رښتیا شوه. د سپېټزر (Spitzer) په نامه د ناسا فضايي ټلسکوپ یو داسې ستوری موندلی، چې اووه ځمک‌ډوله سیارې پر را څرخي. په دې کې درې سیارې په مېشت‌وړه سیمه (habitable zone)  کې دي.

د ستورپوهنې په اصطلاح کې، مېشت‌وړه سیمه د یو ستوري شاوخوا هغه ځای ته ویل کېږي، چې نه خو ستوري ته ډېر نږدې او نه هم ډېر ځنې لېرې وي. د ساري په ډول، که یوه سیاره خپل ستوري ته ډېره نږدې وي، نو دومره تودوخه به لري؛ چې هر شی په کې سوځي – لکه زهره لمر ته نږدې او دومره تودوخه لري چې ان سرپ کې ویلي کېږي؛ او نیپټون بیا له لمر څخه دومره لیرې ده، چې هر شی په کې کنګل کېږي. د یوې مېشت‌وړې سیارې تر ټولو لویه ځانګړتیا دا ده، چې پر خپل مخ د مایع اوبو د ساتلو وړتیا هم ولري.

دا موندنه د ساینسپوهانو له پاره یوه لویه بریا ګڼل کېږي، هغه په دې خاطر چې له دې مخکې دومره زیاتې مېشت‌وړې سیارې پر یو ستوري را وڅرخي، په یو پلا نه وې موندل شوې. کېدای شي، چې اووه سره سیارې مایع اوبه هم ولري، خو د اوبو د شتوالي چانسونه په درېیوو مېشت‌وړو سیارو کې د نورو څلورو په پرتله زیات دي.

اړینه یادونه: هره هغه سیاره، چې زموږ پر ستوري یانې لمر نه را څرخي، هغې ته په تخنیکي اصطلاح کې explant ویل کېږي، چې دا په اصل کې د extra solar planet  لنډون دی.

انځور:ناسا

د دې مېشت‌وړو سیارو موندنه زموږ یوې بنسټيزې پوښتنې ته چې "موږ په کاینات کې یوازې یوو؟" د ځواب موندلو لار هواروي. دا سیارې د سلواغې په اسمان ‌سیمه (Aquarius Constellation) کې دي، چې له ځمکې کابو ۴۰ نوري کاله واټن لري، چې زموږ له لمریز نظامه بهر د ټولو موندل شویو سیارو په پرتله موږ ته نږدې دي.

اړینه یادونه: په ستورپوهنه کې، له لمریز نظامه بهر واټنونه په نوري کال (light year)  کچل کېږي. د دې اندازه موږ داسې لګولای شو، چې نور په یوه ثانیه کې ۲۹۹٬۲۷۴ کیلومټره سرعت لري. دا په ۸ دقیقو او ۱۷ ثانیو کې له لمر څخه ځمکې ته را رسیږي، په داسې حال کې چې ځمکه له لمر څخه ۱۴۹٫۶ ميلیون کیلومټره واټن لري؛ په یوه ثانیه کې شپږ نیم واره پر ځمکې را څرخي؛ او په ۱٫۳ ثانیو کې له سپوږمۍ ځمکې ته را رسېږي، په داسې حال کې چې ځمکه له سپوږمۍ ۳۸۴٬۴۰۰ کیلومټره واټن لري.

پر دې نوي موندل شوي نظام یې د ټراپېسټ -۱ (TRAPPIST-1) نوم ایښی دی. ټراپېسټ (TRAPPIST) په چیلي کې د یو لوی ټلسکوپ نوم دی، چې دا په اصل کې د The Transiting Planets and Planetesimals Small Telescope لنډون دی.

دا خيالي انځور په ټراپېسټ -۱ (TRAPPIST-1) نظام کې د هرې سیارې اټکل شوی کچ، واټن او جوړښتي څرنګوالی ښيي.

اړینه یادونه: دې خبرې ته مو پام وي چې لمر هم یو ستوری دی. د دې نورو سیارو ستورو ته موږ په تخنیکي توګه لمر نه شو ویلای، هغه په دې خاطر چې لمر یوازې زموږ د ستوري نوم دی.

په مې ۲۰۱۶ کې، د څېړونکو یوې ډلې د ټراپېسټ په مټ د درو سیارو د موندلو اعلان وکړ، چې وروسته سپېټزر د ځینو نورو ځمکنیو ټلسکوپونو په مرسته په دې کې د دوو سیارو شتوالی تصدیق او د پنځو نورو سیارو موندنه اعلان کړه. د دې سیارو په هکله وروستي خبرونه تېره چهارشنبې د نېچر (Nature) ژورنال او په واشنګټن کې د ناسا د مرکزي دفتر له خوا خپاره شول.

انځور:ناسا

ساینسپوهانو د سپېټزر د موندنو پر بنسټ په دې کې د شپږو سیارو اندازې کتلې او داسې انګېرنې کېږي، چې کېدای شي دا ځمکډوله سیارې دې پر خپل مخ مایع اوبه هم ولري. دا لمریز نظام ځینې هېښنده ځانګړتیاوې لري. یو خو یې ستوری ډېر سوړ دی او بل دا چې اووه سره سیارې یې زموږ تر عطارد لا (د لمر په پرتله) په نږدې واټن کې پر را څرخي. همدا ډول، سیارې یې هم یوې بلې ته ډېرې نږدې دي. یانې، که یو څوک په دې کې پر یوې سیارې ودرېږي نو کولای شي په اسمان کې د بلې سیارې پر مخ جغرافیايي جوړښتونه او ان وریځې هم وویني.

اړینه یادونه: د ستورپوهنې په اصطلاح کې، ځمک‌ډوله (terrestrial) هغې سیارې ته ویل کېږي، چې په جوړښت کې ځمکې ته ورته وي. یانې، خاورې او ډبرې یې د جوړښت اصلي توکي وي. دې ته ډبرینې سیارې (rocky planets) هم ویل کېږي؛ او یوازې همدا سیارې پر خپل مخ د مایع اوبو د خوندې کولو وړتیا لري.

ښايي د دې سیارو یو خوا تل د خپل ستوري پر لور وي. نو ځکه، یو خوا به یې تل شپه او بله به یې تل ورځ وي. یو خوا به يې ګرمه او بله به یې سړه وي. همدا ډول، موسمونه به يې د ځمکې له هغې ډېر توپیر ولري. یانې، ډېر توند بادونه به د سیارې د ورځې له خوا د سیارې د شپې پر خوا چلېږي. زموږ سپوږمۍ هم په همدې مرض اخته ده. یانې، یو خوا یې تل ځمکې ته څېرمه وي. همدا لامل دی چې تر ننه پورې چا د سپوږمۍ بله خوا نه ده لیدلې. دې حالت ته د ستورپوهنې په اصطلاح کې نیولی چورلښت ( (tidal lockingیاcaptured rotation)) وايي.

سپېټزر، هبل او کېپلر ټلسکوپونه، او په ۲۰۱۸ کې نوی جېمز وېب ټلسکوپ (James Webb Telescope)به له ستورپوهانو سره د دې سیارو پر مخ د اوبو د شتون، تودوخې او د اټموسفیر د جوړښت په هکله بې‌سارې مرسته وکړي.

د نورو ځمکډوله سیارو په اړه پلټنې او څېړنې لا پای ته نه دي رسېدلي؛ او ګورو به چې د لوی خدای (ج) په دې ستر کاینات کې نور څه څه شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام