د بغلان د دوو ولسوالیو ۲۸ ښوونځي د جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي

د بغلان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په داسې حال کې چې د ښوونځیو د پېلېدو له‌پاره لږ وخت پاتې دی، خو د دغه ولایت یوازې د دوو ولسوالیو ۲۸ ښوونځي له امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د بغلان د پوهنې رییس غلام ‌محي‌الدین پېکان وايي، چې په دغو دوو ولسوالیو کې دوامداره او وقفه‌یي بریدونه د دې لامل شوي، چې د دغو ولسوالیو ښوونځي بند یا خلاص وي او شاګردان له دوامداره زده‌کړو بې‌برخې شي.

دغه ښوونځي د یاد ولایت ډنډغوري ولسوالۍ په هغو سیمو کې موقعیت لري، چې د خلکو د پوهې کچه هم په‌کې ډېره ټيټه ده.

حیدري زیاتوي، چې په دغه ولایت کې ۲۵۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري، شاوخوا ۱۸۰ نور دیوالونه نه‌لري او اوس‌مهال ۲۶۰۰ زده‌کوونکي په ازاده فضا کې درس وايي.

د بغلان د پوهنې رییس: غلام ‌محي‌الدین پېکان

د بغلان د پوهنې مسوولین له مخالفینو غواړي، ترڅو د شاګردانو له ښوونځيو د سپر په توګه کار وا نه‌خلي او حکومت دې هم دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.

له بل لوري ځينې زده‌کوونکي هم وايي، چې دوی په ازاده فضا کې درس وايي او دغه حالت د دوی د تدریس له‌پاره مناسب نه دی.

اوس‌مهال په ټول بغلان ولایت کې ۵۵۱خصوصي او دولتي ښوونځي فعال دي، چې ۳۱۵ زره نجوني او هلکان په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام