داسې ویل کيږي، چې د هر شخص نوم د هغه نښان دی او د هغه په واسطه تشخص او پېژندل کيږي، خو په دې وجه، چې د ځينو نومونه یو له بله سره ورته او مشابه وي، نو معمولاً خلک د خپل ځان له پاره دویم نوم هم ټاکي؛ هغه نوم، چې یا شخص ته له کورنۍ څخه په ارث پاتې وي او یا یو مستقل نوم، چې خپله شخص د خپل ځان له پاره ټاکي.
د افغانستان د مدني قانون له مخې، د تخلص ټاکل اختياري دی او هر شخص کولی شي، چې په خپله خوخښه ځانته تخلص و ټاکي.
د دغه قانون له مخې هر انسان حق لري، چې د ځان له پاره یو تخلص و ټاکي.
د افغانان د عرف له مخې د ښځو له پاره د تخلص ټاکل بیا د مېړه له تخلص له مخې وي؛ یعنی داسې ښکاري، چې ښځينه قشر په افغانستان کې د خپلو تخلصونو په ټاکلو کې هم خاصه خپلواکي نه لري.
د کابل پوهنتون استاد او د ټولنيزو چارو کارپوه د تخلص ټاکلو د فلسفې په اړه وايي، چې فرهنګ د تغیر په حالت کې دی او لکه څرنګه، چې تخلص هم د فرهنګ يوه برخه ده، نو تغيرول يې یو معمول امر دی.
تخلص په پخوا وختونو کې د یو فرد، قوم، قبیلې او نورو بېلابېلو ټولنیزو ډلو پورې اړه درلود.
سلطاني زیاتوي، په تېرو وختونو کې د تخلص په ټاکلو کې پر ټولنې حاکمه ایدیالوژي ډېر رول درلود.
د ملوک الطوایفي حکومتونو او د لويو قومونو د حاکمیت پر مهال لکه غزنویانو، سیستان او تخارستان په وختونو کې د وخت حاکمانو او پادشاهانو نومونه یو تخلص یا روستاړی د خپل نوم سره درلودل.
په دغه کلمه کې همدومره زور پروت و، چې هماغه شخص په ځانګړي قوم او قبیله منتسب کړي. دغه انتسابونه زیات د شخص ټولنیز او سیاسي موقف پورې اړوندېدل په همدې دلیل سلطاني وايي، چې نومونه او تخلصونه د يوې ټولنې عمومي وضعیت انعکاس ورکوونکی وي.
خو په دې وروستيو کې بیا داسې ښکاري، چې زیات تخلصونه خلک په خپله خوخښه ټاکلي وي.
ځينې داسې کورنۍ هم شته، چې په پنځوو یا شپږو غړو کې يې یو هم یو شان تخلص نه لري.
هغه تخلصونه، چې فرد په خپل ذوق او شوق ټاکي، تر يوې اندازې پورې عجیب او غریب ښکاري.
نوي تخلصونه لکه، څپاند، اباسین، ساحل، ژمن، خوځون، یاد، سالک، جویا، مهربان، تنها، فریاد او نور داسې نومونه په دې وروستيو کې کلونو کې د ځوانانو ترمنځ نوي رواج شوي دي.
د کابل پوهنتون استاده خدیجه مرادي وايي، چې دغه تخلصونه دوامداره نه وي او د وخت په تېرېدو سره پر انسان بد لګيږي او غواړي، چې د خپل ځان له پاره بل نوم غوره کړي.
مېرمن خدیجه بیا د تخلص ټاکل له بلې زاويې ګوري؛ هغه زیاتوي، چې تخلص د انسان د هويت ښکارندويي کوي او فرد ته له افرادو سره ارتباط ورکوي.
کورنی نوم اجباري وي، چې پر فرد تحميليږي، خو تخلص بیا انتخابي وي او فرد يې په خپل فکر ټاکي.
که یو شخص غواړي بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي، نو هغه به هرو مرو د خپل ځان له پاره تخلص هم ټاکي، ځکه په پاسپورټ کې يې د پولیسو له خوا دویم نوم هم کتل کيږي.
اوسمهال هغه افغانان، چې غواړي په بهرنيو هېوادونو کې تحصیل وکړي، نو مجبور دي، چې لومړی په خپل پاسپورټ کې تخلص ځانته وټاکي.
په هر حال په اوسنۍ نړۍ کې د تخلص ټاکل زیات د افرادو په خوخښه روان دی.
داسې ښکاري، چې نومونه او تخلصونه داسې زیات سنجول شوي او درانه هم نه دي، خو د هېواد له اوسنيو ټولنيزو او فرهنګي شرایطو سره جوړ راځي.
باید وویل شي، چې هرڅومره، چې په ځوانانو کې د فردیت او استقلال طلبۍ پديده زیاتيږي د رنګارنګو تخلصونو ټاکل هم زیاتيږي.