په کندوز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب بریدګرو ترمنځ په ځېنو سیمو کې لا هم نښته روانه ده.
د کندوز ولایت د امنیه قومندان ویاند سید سرور سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د څلورو ورځو له نښتو وروسته له ۵۰ زیات وسله وال طالبان د چچني، ازبک، تاجکیستاني او قرغیزستاني جګړه مارو په ګډون په ګورتېپه، خان اباد، قلعه ذال او امام صاحب په ولسوالیو کې وژل شوي دي.
د حسیني په وینا د وژل شویو کسانو په ډله کې دوه بهرنۍ میرمنې هم موجودې دي.
په ورته وخت کې عبدالواسع باسل د کندوز والي ویاند سلام وطندار ته وویل، چې په دې نښتو کې د ملي اردو ۸ تنه سر بازان هم وژل شوي دي.
پرون ماسپښین د (اپریل ۲۷مه) د طالبانو یوې ډلې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ برید وکړ او د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې.
افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د دغه برید په ځواب کې برید کوونکې حملې پیل کړې او وسله وال طالبان یې له سیمې په شا کړل.
د کندوز د پولیسو ویاند وايي، چې سیمې ته تازه دمې سرتېري را رسېدلي دي او د وسله والو طالبانو پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.
د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د طالبانو له لوري غلچکي بریدونه دوام لري.
په تېرو څو ورځو کې د کندوز په ځینو سیمو کې د طالبانو له خوا بریدونو زور اخیستی او د ملي اردو یو شمېر قومندانان په کندوز کې د جګړې د رهبري کولو له پاره دي ولایت ته تللي دي.