په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې راپورته شوې، چې ګواکې امریکا او ځينې نور هېوادونه په افغانستان کې د خپلو شخصي ګټو په موخه فعالیت کوي او غواړي د خپلو لاسوهنو له لارې افغانستان نا امنه کړي.
خو د حکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دوشنبه (۲۰۱۵ زېږديز/مې۱۱) د وزیرانو شورا په غونډه کې دا شان څرګندونې رد کړې.
د حکومت اجرايوي مشر وویل، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مرستې او شتون ځانګړې دي او د دغو ځواکونو د جګړه ییز ماموریت له ختمېدو وروسته د هغوی ماموریت په غوڅ ملاتړ بدل شوي.
د ناټو په دغه نوي ماموریت کې افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکول، تجهیز او د افغان ځواکونو پوځي روزنه شامل دي.
عبدالله زیاته کړه، چې نړېوالو ځواکونو مرستو د وام د دوی د توطيې په معنی نه ده.
د هغه په وينا، د خلکو پر ذهنونو کې دغه ورځ تر ورځې زياتېدونکې پوښتنې، د هېواد له اوسني امنيتي وضعيت سره هېڅ راز مرسته نه شي کولی.
ده وویل، چې د افغان ځواکونو د کار دوام د امريکا په ګډون د نړېوالو مالي ملاتړ ته اړتيا لري، چې په کال کې ۴ میلیونه ډالره به دوی د افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي.
په وزيرانو شورا کې د حکومت اجرايوي مشر زیاته کړه، که چېرې دولت غوښتنه وکړي، نړیوال ځواکونه د عملياتو په ګډون په نورو برخو کې هم ملاتړ ته چمتو دي.
خو د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي نن (مې ۱۱) د دې جرګې په غونډه کې وویل، چې بهرنیان غواړي په قصدي توګه افغانستان نا امنه کړي.
د خواصي پر وینا، امریکا د افغانستان په ټاکنو کې لاس وهنه وکړه او د جوړ شوي قانوني حکومت څخه یې د ملي یوالي حکومت جوړ کړ.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي د هېواد یوشمیر ولایتونو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي.
ابراهیمي په هېواد کې د ناامنیو لامل د حکومت بې غوري وباله او له ولسمشره یې وغوښتل، چې دې موضوع ته باید جدي پام وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې " د ولسي جرګې له ادرسه ولسمشرمخاطبوم، چې د وسله والو ځواکونو د سرقومندان په توګه باید د امنیت ټینګښت ته پام وکړي"
په هېواد کې د ټولو امنیتي اندیښنو سره سره اوس هم حکومت او د افغانستان دفاع وزارت وایي، چې افغان وسله وال پوځ د ترهګرو پر وړاندې د مخامخ جګړې بشپړ وړتیا لري.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري سلام وطندار ته وویل، د مګرۍ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې ۱۸ پلان شوي عملیات په ډیر بریاليتوب سره پر مخ روان دي.
د نوموړي په وينا، د ۱۸ پلان شویو عملياتو ترسره کول خپله د پوځ د وړتيا ښکارندويي کوي.
اخوا د حکومت اجرايه رییس عبدالله عبدالله هم وايي، چې له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې په پریکړه کې د حکومت هوډ او اراده هېڅ ډول تزلزل نه لري.
نوموړي په دې وروستيو پوځي عملياتو کې د افغان ځواکونو له لاسته راوړنو هم ستاینه وکړه.
عبدالله ډاډ ورکړ، چې حکومت او ټول امنيتي چارواکي د وسله والو مخالفینو د بريدونو د دفع کولو، خلکو ته د امنيتي وضعيت او په اړه د ډاډ ورکولو او د خلکو ددفاع په هڅه کې دي.
د حکومت اجرایه ریاست او د ملي دفاع وزارت داسې مهال خلکو ته د امنیتي وضیعت د ښه کیدو ډاډ ورکړي، چې طالبانو وړمه ورځ د بادغیس پر جوند ولسوالۍ برید وکړ او تر اوسه د دوی تر ولکې لاندې ده.
دغه راز، له بادغیس پرته په بدخشان، کندز، غور، فاریاب، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې دا مهال د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي.





