په کندوز کې یوه پېغله له تښتولو وروسته خرڅه شوې

۱۶ کلنه نجلۍ ۴۰ ورځې مخکې د کندوز ښار څخه تښتول کیږي؛ تښتوونکي دغه نجلۍ تخار ولایت ته وړي او د ۳۰۰ زرو افغانیو په بدل کې يو ۲۲ کلن تخاري هلک ته په نکاح کوي.

د شاوخوا يوې نيمې میاشتې وروسته د دغې قضیې ځينې ښکیل کسان د کندوز ملي امنیت منسوبینو لاس ته ورځي.

د یاد ولایت د ملي امنیت مسوولان وايي، چې تښتوونکي وروسته له څو ورځو دغه نجلۍ پر يوې تخاري کورنۍ  خرڅوي.

دغه نجلۍ، چې په ۱۲ م ټولګې هم ده ادعا کوي، چې هماغه کورنۍ يې بیا یوه اوونۍ وړاندې خپل ۲۲ کلن زوی ته په نکاح کوي او تر اوسه د همغه هلک له خوا څوڅو ځلې شکنجه شوی هم دی.

نجلۍ زیاتوي، چې تښتوونکي لومړی ورته په بې هوشۍ موادو اخته کيک ورکړی او کله چې بې هوشه شوې، نو بیا يې تخار ولایت ته لېږدولې ده.

هغه وايي، چې د تښتوونکو سره د څه مودې له پاره په بند کې پرته وه او کله چې به له کوره وتله، نو یو کس به ورسره حتمي و.

دغه نجلۍ زیاتوي، په دغو وختونو کې زیاتره په بې هوشۍ کې وه آن د دغه هلک سره د نکاح کولو پرمهال هم په هوش کې نه وه.

په همدې حال کې د دغې نجلۍ مور د خپلې لور د اخیستلو له پاره د کندوز ملي امنیت ریاست ته ورغلې.

هغې په ژړغونو سترګو ویلي، چې د نجلۍ ورکېدلو له امله يې عصاب له لاسه ورکړی دی.

هغه د ملي امنیت له کارکوونکو غواړي، چې تښتوونکو ته سخته سزا ورکړي.

دغه نجلۍ هغه مهال د خپل ورور د اوښي او یو بل کس له خوا تښتول شوې، چې د کندوز په مرکز کې د خیاطۍ د روزنې یو مرکز ته روانه وه.

له بل لوري د کندوز ولایت د ملي امنیت مسوولان وايي، چې په دې اړه يې د کندوز او تخار ولایتونو څخه د تښتولو، خرڅولو او نکاح کولو په تور ۸ تنه نيولي دي.

د دغې نجلۍ مېړه وايي، چې دوی مخکې له دې نه خپله او نه يې هم ورور دغه نجلۍ پېژنده، خو د تالقان په ښار کې د اخیستلو پر مهال د یو بل سره مخامخ شوي دي.

د تښتول شوې نجلۍ د مېړه خور وايي، کله چې دوی د دغې نجلۍ سره مخ کيږي، نو ورته وايي، چې دا د خپل کور نه دوی کره په خپله رضا ورغلې.

له بل لوري د کندوز والي اسدالله عمرخېل وايي، چې تښتوونکي د دغې نجلۍ څخه ناوړه جنسي استفاده کړې.

هغه زیاتوي، چې اوسمهال ۳ تنه يې د تېښتې په حال کې دي.

خو وعده يې وکړه، چې د دغو تښتونکو قضیه به په جدي ډول تعقیب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مارچ په اتمه د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت د ښځو حقونو څخه د دفاع بنسټونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام