په کندوز ولایت کې ۴ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي

د کندوز ولایت کلای زال، ګل تپه، کلبات او اقتاش هغه څلور ولسوالۍ دي، چې وسله وال طالبان په کې حاکم دي.

دغه ولایت د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې تر ټولو ناامنه ولایت دي، چې ټولټال ۹ ولسوالۍ لري.

 د دې ولسوالیو خلک وايي، چې طالبانو د دغو څلورو ولسوالیو د تګ را تګ لارې تړلي دي.

دوی شکایت کوي، چې حکومت د دغو ولسوالیو د پاکولو او امنیت له پاره هېڅ ډول پلان نه لري او زیاتوي، چې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

شیردل د ګل تپه ولسوالۍ استوګن دی، وايي، چې په ډېرې سختۍ سره کندوز ښار ته راغلی او له حکومته غواړي، چې ولسوالۍ یې د طالبانو له وجوده پاکه کړي.

کلبات، ګل تپه او اقتاش هغه درې ولسوالۍ دي، چې ۸ میاشتې مخکې د ولسمشر له خوا تاسیس شوې، چې له هماغه وخت راهیسې یې واک د طالبانو په لاس کې دی.

د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، چې حکومت نویو جوړو شویو ولسوالیو ته پام نه کوي او دغه سیمې د طالبانو په کنترول کې دي.

د دې ولایت امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي، چې د دغو نویو ایجاد شویو ولسوالیو امنیه قوماندانان او اداري مامورین د ناامنیو له امله په مرکز کې کار کوي.

د امنیه قوماندان په خبره، اردو او پولیس به ډېر ژر د دې ولسوالیو د پاکولو له پاره عملیات پیل کړي.

جنګل باغ وايي، د کلای زال ولسوالۍ د بېرته نیولو له پاره هم عملیات روان دي او ډېر ژر به امنیتي ځواکونه د دې ولسوالۍ واک تر لاسه کړي.

د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي، چې د ګل تپه له پاره ولسوال ټاکل شوی او د کلبات او اقتاش ولسوالان به هم وټاکل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام