د کندوز ولایتي شورا وايي، د کلایزال ولسوالۍ په شمول ۸۶ کلي وسلهوالو طالبانو نیولي دي.
د ولایتي شورا غړی سیداسدالله سادات سلاموطندار ته وویل، طالبانو نن ورځ د سهار په ۳بجو د کلایزال ولسوالۍ پر مرکز اقتېپې برید وکړ.
د ښاغلي سادات په وینا، طالبانو د اقتېپې په بازار کې د پولیسو یو پوسته هم سوځولې او د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
ښاغلی سادات وايي، که مرستندویه ځواکونه راونه رسېږي ولسوالۍ به په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورشي.
خو د کندوز ولایت د امنیې قوماندان حمیدالله حمیدي دا خبرې ردوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې له اقتېپې نه د دفاع لهپاره په کافي شمېر ځواکونو هلته موجود دي.
د ریپوټونو پربنسټ د ولسوالۍ ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او نورې حکومتي ادارې د کلایزال ولسوالۍ له کلیو لېرې په یوې دښته کې پرتې دي.
تراوسه پورې د دواړو خواو د مرګژوبلې په اړه معلومات نه شته.