په کابل کې د کوزو پښتنو د روانو اعتراضونو په ملاتړ لاریون

کابل کې نننیو سلګونو لاریونوالو په نړیوالې ټولنې او بشري ضد جنایتونو خواوو باندې غږ وکړ چې د پاکستان دولت د ترهګرو ډلو د فعال ملاتړي په توګه وپېژني او د پښتنو د نسل‌وژنې مخه ونیسي.

کابل مېشتو لاریونوالو وویل چې لر او بر پښتون یو افغان دی او په پاکستان کې یې په روانو لاریونونو کې د پښتنو د بنیادي غوښتنو څخه ملاتړ اعلان کړ.

اسلام‌اباد کې له لسو ورځو راهیسې د زرګونو پښتنو لاریونونه روانې دي چې د پښتونخوا، قبایلي سیمو، بلوچستان، کراچۍ او نورو سیمو پښتانه په‌کې ګډون لري.

دا لاریونونه له هغه وروسته پیل شوې چې تېره میاشت کراچۍ کې یو پښتون ماډل نقیب‌الله مسید پولیسو له کوره وویست او وروسته ووژل شو.

پولیسو ویل چې دغه پښتون ځوان له پاکستاني طالبانو سره تړاو درلود؛ خو کورنۍ یې دا خبره ردوي.

د کابل لاریونوالو د لوی افغانستان د شعارونو په ورکولو سره دا هم وویل چې د ډیورنډ کرښه نه مني او په هر ډول حالاتو کې د کوزې پښتونخوا له پښتنو سره ولاړ دي.

د کابل د لاریون ګډونوالو خپل پنځه ماده‌يیز پرېکړه لیک هم وړاندې کړ.

  • دا هڅې به تر هغه روانې وي چې د پښتونخوا خلکو ته حق نه وي ور کړل شوی.
  • لر او بر افغان ترهګر نه دی بلکې ترهګري پر تپل شوې ده.
  • قبایلي پښتانه د پاکستان او طالبانو له خوا وژل کېږي د ملګرو ملتونو پوځ باید قبایلو ته لاړ شي.
  • د جنګي جرمونو نړیواله محکمه دې په پاټا کې د پنجاب له خوا د قبایلو د توکم وژنې پلټنه وکړي.
  • نړیوالې رسنۍ باید قبایلو کې دفترونه پرانیځي.

کابل کې له‌دې مخکې ځېنې غونډې شوي چې د اسلام‌اباد د پښتنو د لاریون ملاتړ په‌کې شوی؛ خو دا لومړی ځل دی چې کابل‌مېشتي لاریون ته وځي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په‌خپلې فېسبوک‌پاڼې باندې په پاکستان کې د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني او سوله‌ییزو حرکتونو ملاتړ کړی‌دی.

کله چې په خواله رسنیو کې د نقیب‌الله مسید وژنه خپره شوه؛ د پېښې د څېړلو له‌پاره پلاوی وټاکل شو.

څېړنډلې وویل چې نقیب‌الله مسید له پولیسو سره په جعلي مقابله کې وژل شوی‌دی.

له هغه وروسته د پاکستان سترې محکمې په درېیوو ورځو کې د پېښې پر مهال د پولیسو د مشر راو انور د نیولو حکم وکړ.

خو راو انور تراوسه نه‌دی نیول شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام