په چین کې د “یو کمربند یوه لار” پروژه پرانیستل شوه

بېجینګ د سترې اقتصادي پروژې "یو کمربند یوه لار" ترسرلیک لاندې د ورېښمو لار غونډې کوربه و؛ په دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د سوداګرۍ وزیر همایون رسا ګډون کړی دی.

د چینايي رسنیو په حواله د "یو کمربند یوه لار" پروژې په پرانیست غونډه کې د چین ولسمشر شي جینګ پینګ وویل، دا پروژه په اقتصادي او ترانزیټي برخه خورا مهمه او نړۍ په ګټه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي د "یو کمربند یوه لار" پروژې د طرحې عملي کول د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره ګټوره بولي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندار ته وویل، د دې پروژې په عملي کولو هېواد ته د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ښه فرصتونه برابريږي؛ دغه راز د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونه له اروپايي او غربي هېوادونه نښلوي.

د نوموړي په خبره دغه پروژه د چین له خوا عملي کېږي او د نړۍ له ۲۰ زیات هېوادونه په دې پروژه کې ونډه لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند وايي، دغه غونډه دوه ورځې دوام کوي، چې له ۱۱۰ د زیاتو هېوادونو مشران او وزیران ورغلي دي.

دوی وايي، د دې پروژې په عملي کولو سره د هېواد د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو په بیو کې کموالي راځي او دا توکي به په کم وخت کې نورو هېوادونو ته صادریږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام