ولسي جرګې د سید جمالالدین افغان د دارالمعلمین استادانو د تحصن او په پوهنتون د دغه دارالمعلمین د بدلولو موضوع په تړاو د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو چارواکي د جرګې نننۍ غونډې ته ورغوښتي وو.
د ولسي جرګې غړي وايي، د سید جمالالدین افغان د دارالمعلمین ستونزې حل لهپاره باید یوه طرحه جوړه شي او زدهکړیالان دې خپلو درسونو ته حاضر شي.
د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي، د دې موضوع څېړنې او حل لهپاره دې یو کمېسیون وګومارل شي او په دې اړه دې په یوې جامع طرحې بحث وشي.
خو د لوړو زدهکړو وزیر نجیبالله خواجهعمري وايي، د دغه وزارت اوسنیو شرایطو ته په پام اړتیا نشته چې د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین په پوهنتون بدل شي.
د هغه په وینا، هرکال د ښوونې او روزنې له پوهنځیو ۱۷زره زدهکړیالان فارغیږي چې یوازې ۱۰ زره یې په پوهنې وزارت کې جذبیږي او نور یې بېکاره پاتې وي. ټینګار کوي، دغې مسلې ته باید پام وشي چې د ښوونې او روزنې پوهنتون سربېره د ښوونکیو روزنې یوبل پوهنتون چې هېڅ اړتیا یې نشه رامنځته کړو.
ښاغلی خواجهعمري زیاتوي، که چېرې کابل کې د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین په پوهنتون بدل شي، د هېواد ټول دارالمعلمین به ورته غوښتنې وکړي.
د هغه په وینا، دولت ژمن دی چې د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین زدهکړیالانو ته د لیسانس تر دورې د زدهکړې زمینه برابره کړي.
د ولسي جرګې غونډې پای کې د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د رامنځ ته شوې ستونزې حل لهپاره، یوه کمېټه رامنځ ته کړه چې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو، ولسمشرۍ ماڼۍ او د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین ښوونکیو سره په همغږۍ په پوهنتون د دغه دارالمعلمین بدلولو طرحې په اړه کار وکړي او د رایه اخیستو لهپاره یې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
ښاغلي ابراهیمي له تحصن کوونکیو وغوښتل چې خپل تحصن پای ته ورسوي او خپل درسونه پیل کړي.
د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین استادانو په پوهنتون د دغې تحصیلي بنسټ بدلولو لهپاره، له تېرو دوو میاشتو راهیسې تحصن پيل کړی دی.