راپورونه وايي، چې د افغانستان هلمند ولایت کې ځينې داسې دولتي او نادولتي موسسې شته، چې ناامنۍ يې کارونه په ټپه درولي دي.
د یاد ولایت اقتصادي چارو مسوولین وايي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هلمند ولایت کې یو شمیر دولتي او غیر دولتي موسسو د بیا رغونې، زراعت، روغتیا، پوهنې او بشري حقونو په برخه کې کار کولو، چې له ډلې يې د تيرې یوې اوونۍ راهیسې۲ موسسو د نا امنۍ او طالبانو د ګواښونو له امله خپل دفترونه تړلي دي.
د هلمند ولایت د اقتصاد ریيس محمدخان نصرت سلاموطندار ته وویل، چې تړل شوې موسسې د "ډي، سي، ای" او "رډف" په نومونو د کرنې او حیواني روغتیا په برخه کې کارونه کول.
په ورته وخت کې د هلمند د ولايتي شورا د موسسو د برخې مسوول بریالي نظري سلاموطندار ته ویلي، چې دوی هڅه کوي بهرنۍ موسسې په دغه ولایت کې خپل دفترونه و نه تړي.
دی زیاتوي، چې په دې برخه کې یې د "یو، ایس، ای ډي" ادارې سره هم په اړیکه کې شوي دي.
بریالی وايي، یواځې "ډي، سي، ای" او "کارډف" موسسې نه دي، چې خپل دفترونه یې تړلي؛ بلکې د شته ناامنۍ له امله به نورې موسسې هم هلمند پرېښودو ته اړ شي.
بل پلو د ولایتي شورا رییس حاجي کریم اتل وايي، چې هلمند کې امنیتي او ولایتي چارواکي یواځې له تیرو څو میاشتو راهیسې د امنیت د راوستلو په برخه کې تشې وعدې کوي او نور څه یې نهدي کړي.
په دغه ولایت کې د "کارډیف" موسیسې مشر بریالی وایي، چې په ولسوالیو کې ناامني، د لويې لارې په اړه د وسلهوالوطالبانو ضربالاجل او خپلو اتباعو ته د امریکا سفارت خبرداری هغه څه وو، چی له امله یې ډیری پرمختیایي پروژې ټکنۍ شوې دي.
خو بل خوا د هلمند ولایت د والي ویاند عمرځواک بیا وایي، هلمند کې امنیتي ځواکونو خپل پلانونه نیولي او هڅه کوي، چې سیمو کې ډیر ژر عملیات پیل کړي.
هغه وایي، چې ځینو موسسو د نا امنیو له امله کارونه درولي، خو د عملیاتو پیل او د امنیت ټینګښت سره به دغه دفترونه د پخوا په څېر کارونه بیا پیل کړي.
یاده دې وي، چې اوسمهال په ټول هلمند کې ۱۷ بېلابېلې دولتي او نادولتي موسسې فعالیت کوي، چې له امله يې زیات وګړي په کار ګومارل شوې دي.