.jpg)
د هغو ځانګړو عملیاتو په لړ کې چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ پیل شوي د فاریاب ولایت د پشتونکوټ اړوند خواجه موسی مهمه سیمه له وسله والو طالبانو پاکه شوې ده.
ښاغلی دوستم وايي، چې د فاریاب، جوزجان، سرپل، کندوز، بدخشان جنوبي ولایتونه به هم له طالبانو پاک کړي.
د ولسمشر لومړي معاون زیاته کړې، چې د یوې هفتې په اوږدو کې به په شمالي ولایتونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ټولې سیمې پاکې کړي.
د جنبش اسلامي حزب مرستیال مسعود احمد مسعود سلام وطندار ته ویول، تېره ورځ ددې عملیاتو په پایله کې نږدې ۲۰ کلي له وسله والو طالبانو پاک شول؛ چې نږدې ۱۲۰ وسله وال طالبان حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د مسعود په خبره، چې نن( شنبه) د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ د خواجه موسی مهمه سیمه چې د طالبانو تر واک لاندې وه؛ امنیتي ځواکونو په خپله ولکه کې راوسته، چې اوس د مخکې تګ په حال کې دي.
.jpg)
سرچينه زیاتوي چې اوس هم په سیمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
دا دویم ځل دی چې د ولسمشر مرستیال شمالي ولایتونو ته د طالبانو سره د جګړې له پاره ځي. نږدې ۶ میاشتې وړاندې د طالبانو ځپلو له پاره فاریاب او سرپل ولایتونو ته تلی و.
همدا ډول دوستم په ځلونو وسله والو طالبانو ته ګواش کړی که تسلیم نه شي نو له منځه به یې یوسي.





