په هرات ولایت کې د ماین پاکولو موسسې ۱۵ کارکوونکي وتښتول شول

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې ناپېژانده وسله والو د «هلوټرست» ماین پاکولو موسسې ۱۵ کارکوونکي د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ په «شبش» سیمه کې تښتولي دي.

د هرات والي مطبوعاتي مسوول جیلاني فرهاد وايي، چې د دې موسسې کاروونکي تېره ورځ (جمعه) مازدیګر د موسسې له څلورو موټرو سره تښتول شوي دي.

فرهاد وايي، چې د تښتونکو هویت او د یرغمل لامل یې معلوم نه دی او زیاتوي، چې په دې اړه د امنیتي بنسټونو څېړنې روانې دي.

د هرات ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي وايي، چې د پېښې سیمې ته د پولیسو او کشفي بنسټونو مسوولین ورغلي دي او خپلې پلټنې یې پیل کړي دي.

احمدي وايي، چې دوی خپله هڅه کوي، د تښتونکو له منګولو د «هلوټرست» موسسې کارکوونکي وژغوري.

له دې مخکې د راپورونو پربنسټ څو ځلې وسله والو طالبانو د ماین پاکولو د بېلابېلو موسسو کارکوونکي تښتولي وو.

په تېر کې هم د «هلوټرست» موسسې کارکوونکي د وسله والو طالبانو او نورو ناپېژناندو وسله والو ډلو له لوري تښتول شوي وو.

درې کاله مخکې د دې موسسې ۶۳ تنه کارکوونکي د هرات په پشتون کوټ ولسوالۍ کې او ۸ تنه کارکوونکي یې دوه کاله پخوا د لوګر په پل علم سیمه کې تښتول شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام