افغان کرېکټ ملي لوبډلې زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې په ماتې سره دوه ښکاره وکړل چې په شل اوریزه نړیواله درجه بندۍ کې یې د لومړي ځل لهپاره ۸ مقام ترلاسه کړ.
د کرېکټ نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بنډۍ کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې سریلانکایۍ کرېکټ ملي لوبډله له ۷ مقام څخه نهم مقام ته ګوزار کړه او د لومړي ځل لهپاره یې دغه مقام ترلاسه کړ.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې خلاف په شارجه کې په دویمه شل اوریزه لوبه کې د ۱۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د اتلولۍ جام یې ۲ د ۰ بریا په وړاندې وګاټه.
محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا د لوبې غوره لوبغاړی و چې د ۴۵ منډو ترڅنګ یې د میلمه زمبابوې لوبډلې ۱ لوبغاړی هم سوځولی و.
په دویمه سیالۍ کې افغانستان ته زمبابوې د لومړۍ لوبې بلنه ورکړه چې افغان لوبډله د نبي عیسی خېل د ۴۵ او کپتان اصغرستانکزي ۲۷ منډو په مټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لهپاره په بالینګ کې مجیب ځدراڼ او راشد خان ارمان دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې او ښه وځلېدل.
ټاکل شوی هدف زمبابوې لوبډلې ترلاسه نه کړای شو او په ټاکلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او اتلولۍ جام یې افغانستان ته وبایله.
د یادونې وړ ده چې افغانستان او زمبابوې تراوسه ۷ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي چې په ټولو کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې بریاوې خپلې کړي دي.
ټاکل شوې د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې به د راتلونکې جمعې په ورځ د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ پیل کړي چې ماسپښین ۲ نیمې بجې په شارجه لوبغالي کې پیل شي.