په فراه کې طالبان د هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې راغلي

د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال باهر وايي د دې ولایت په بکوا ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د نشه‌يي توکیو یوه کارخانه چې له زرو کیلوګرامه زیات نشه‌يي توکي په کې وو ویجاړه کړي ده چې په دغو ګوزارونو کې ۸ طالبان هم وژل شوي دي.

د ښاغلي باهر په خبره، د دغو هوايي بریدونو په دوام د ملي اردو ځانګړو ځواکونو او بهرنیو ځانګړو ځواکونو د فراه خاک سفید ولسوالۍ په سرخ دېوار کلي کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي؛ چې پایله کې یې د طالبانو درې نظامي مرکزونه او یو روغتیايي مرکز ویجاړ شوي او ۱۰ تنه شکمن یې هم نیولي دي.

د فراه د پولیسو ویاند وايي، د همدغو عملیاتو په دوام د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۸ طالبان وژل شوي او څو کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

د فراه امنیتي چارواکي وايي دغه چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام