وسله والو په کندوز کې یو ستر پل ویجاړ کړ

د کندوز ولایت چاوراکي وايي، چې د قلعه ذال ولسوالۍ په اقتیپه سیمه کې وسله والو طالبانودځان خوندیتوب له پاره د چهادرې سیند پر سر تړل شوی، لوی پل له منځه وړی دی.

د قلعه ذال ولسوال محبوب الله سعیدي سلام وطندار ته وویل، چې دغه پل تېره ورځ د  (جولای په ۳۰مه) د وسله والو طالبانو له خوا والوځول شو.

دغه پل د کندوز ولایت دویم لوی هغه و، چې د چهادرې په سیند تړل شوی دی، چې د قلعه ذال او اقتیپه سیمې سره نښله وي.

په کندوز ولایت کې لومړی لوی پل د امو په سیند تړل شوی دی، چې افغانستان له تاجکستان سره نښله وي.

د قلعه ذال ولسوالۍ دغه پل ۱۲۰ متره اوږدوال او ۷ متره سور لري.

دغه پل هغه مهال له منځه یوړل شو، کله چې امنیتي ځواکونو غوښتل له پله هاخوا د وسله والو د ځپلو لپاره د تلو په حال کې و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د قلعه ذال ولسوالۍ لویدیځې سیمې د طالبانو و نیولې.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

له مخکې سیمه ییزو خلکو له حکومت نه غوښتي وو، چې قلعه ذال او اقتیپه دوه لوی سیمې جلا ـ جلا ولسوالۍ شي.

د روان زېږدیز کال له پیل نه د کندوز ولایت اقتیپه، قلعه ذال او ګورتیپه له ناامنه ولسوالیانو نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام