
د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو تېرو دوو اونیو کې ۸۹ ملکي وګړي وژلي. يادې شورا نن په خپره کړې اعلاميه کې ليکلي چې طالبانو د تل په څېر تېرو دوو اوونیو کې د افغانانو پر وړاندې خپل تاوتریخوالي او جګړو ته دوام ورکړی چې ګڼو ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د ملي امنیت شورا وايي، وسلهوالو طالبانو دغو دوو اوونیو کې ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ ملکي وګړي وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپيان کړي دي.
د يادې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمېر ملکي وګړو ته د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو او ترهګريزو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې ده.
وسلهوالو طالبانو د ملي امنیت شورا د دغې ادعا په اړه نظر نه دی ورکړی.





