
د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د قاضيالقضات عبدالله اورکزي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، عبدالله اورکزی د ننګرهار د نازیانو او اچین جګړو مسوول و او د ملکیانو پر وړاندې یې ډېرې فتواوې هم ورکړې دي.
د ملکیانو د سرونو پرې کول او د داعش جنګیالیو ته په زوره د نجونو نکاح کول د نوموړي مهمې فتواوې یادې شوې دي.
عبدالله اورکزی د داعش ډلې د خراسان څانګې د استخبارتو د عمومي مسوول اسدالله اورکزي مرستیال هم و.
د ملي امنیت عمومي ریاست زیاتوي، عبدالله اورکزي د طالبانو په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار پر زندان د برید مسوول و، خو د «یاد برید اصلي طراحان طالبان وو.»
د ننګرهار پر زندان برید کې چې د زمري میاشتې په دیارلسمه وشو، د ملکیانو او نظامیانو په ګډون ۲۹ کسان ووژل شول او نږدې پنځوس نور ټپیان شول.
په دغه برید کې یوشمېر بندیان هم وتښتېدل.





