په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه شوې

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه دفتر یا یوناما یوې خپرپاڼې د۲۰۱۶ کال ملکي مرګ ژوبلې په اړه  رپوټ خپور کړی، چې وایي: د ۲۰۱۶ کال له جنوري د مارچ تر ۳۱ په افغانستان کې ۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ نور ټپیان شوي دي. 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ۲۰۱۵ کال همدې مودې په پرتله د مړینې شمیره ۱۳ سلنه کموالی ښیي خو د ټپیانو شمیره بیا ۱۱ سلنه زیاته شوی.
راپور  زیاتوي، د ملکي مرګ ژوبلې د ۶۰ سلنې عاملین د دولت وسله وال مخالفین، د ۱۹ سلنې دولتي ځواکونه، ۱۶ سلنه د ښکېلو خواوو ترمنځ جګړې له امله چې نسبت یې کوم ځانګړي لوري ته نه شي کیدی رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه لیکي پاتې ۶ سلنه مرګ ژوبله د ناچاودو توکو چاودنې له امله دي.  


یوناما د ځانمرګو او پیچلو ډله ییزو بریدونو له اړخه د ۲۶ سلنې ملکي وګړو مرګ ژوبلې زیاتوالي په اړه اندېښنه ښیي. 
یوناما پر طالبانو غږ کوي چې د ملکي موخو له پیچلو ځانمرګو بریدونو لاس واخلي او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې ملکي وګړو ته تعریف ولري. 
 یوناما له ټولو ښکیلو لورو غوښتي چې د ملګي مرګ ژوبلې مخنیوي په لار کې لا نورې هڅې هم وکړي. 
په همدې حال کې بیا د لوګرولایت چارواکي وایي، چې د تیر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کچه ۳۰ سلنه راټيټه شوې.
د لوګر د والي  ویاند سلیم صالح خبریالانو ته وویل: په ۱۳۹۳ کال کې په لوګر کې د جګړو له امله د مرګ ژوبلې شمیره ۳۵۰ تنو ته رسیده، خو په ۱۳۹۴ کال کې دا شمیره ۲۵۰ تنو ته راټيته شوې ده.
صالح زیاتوي د دې ملکي مرګ ژوبلې ۷۰ سلنې مسوولیت د وسله والو طالبانو پر غاړه دی او د ۳۰ سلنې د ملامتیا ګوته افغان ځواکونوته نیول کيږي. 
د لوګر د ولایتي شورا ریس سید قریب الله سادات هم د چارواکو دغه ادعا تاییدوي خو پر ښکیلو غاړو غږکوي، چې د جنګ جګړو پرمهال د ملکې وګړو ژوند ته ډیر پاملرنه وکړي.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام