د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي د یاد ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ۵ ډاکټرانو د تښتولو خبر ورکوي.
داسې ویل کيږي، چې په دغو ډاکټرانو کې یو د روغتون امر او ۳ ښځې دي.
د کوهستان ولسوالۍ سرپرست ولسوال امام یار تقوا سلام وطندار ته وویل، چې دغه کسان د ميمنې ښار څخه کوهستان ولسوالۍ ته په لاره وو، چې د وسله والو طالبانو له لوري وتښتول شول.
وسله والو طالبانو هغه مهال دغه ډاکټران وتښتول، چې دوی غوښتل د ميمنې ښار څخه د کوهستان ولسوالۍ ته لاړ شي.
سرپرست ولسوال وايي، چې یاد ډاکټران د "کلينډر قبر" په سيمه کې و تښتول شول او د کوهستان په "هشتمین" کلي چېرته، چې د طالبانو مرکز دی وړل شوي.
تقوا همدارنگه زیاته کړه، چې د دوی د خلاصون له پاره د قومي مخورو له خوا هڅې روانې دي.
د فاریاب روغتون مسوولین پېښه مني، خو د زیاتو جزیاتو له ورکړې ډډه کوي.
امام یار تقوا دا هم وویل، چې وسله وال طالبان هر وخت، چې وغواړي د مخابراتي کمپنيو انتنونه قطع کوي، چې په وينا يې اوس هم له تېرو ۶ ورځو راهیسې ټول مخابراتي کمپنۍ په دغه ولسوالۍ بندې شوي.
یاده دې وي، چې دوه کاله وړاندې د فاریاب په "قرمقول" ولسوالۍ کې دوه ډاکټران د وسله والو له خوا تښتول شوي وو، چې وروسته له ۱۵ ورځو هڅو بېرته ازاد کړی شول.