د فاریاب ولایت یوه معتبره حکومتي سرچینه وايي، چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د یوې کورنۍ ۶ تنه په ګولیو ویشتلي دي. دا پېښه د کوهستان ولسوالۍ بندر په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، په وژل شویو کې یوه مېرمن، مېړه یې او څلور ماشومان شامل دي.
د فاریاب ولایتي شورا پخوانی مرستیال او د ولسي پاڅونوالو قوماندان محب الله میرزاد د پېښې په تایید سره وویل چې د دې کورنۍ غړي په دې تور وژل شوي چې ګواکې یو تن یې له دولت سره همکاري کوي.
دی وايي، چې د کورنۍ غړي د خوب پرمهال وژل شوي دي.
د کوهستان ولسوالۍ بندر سیمه چې ټولټال ۴۰ کلي او یو ستر بازارګی لري شاوخوا دوه میاشتې مخکې د طالبانو له خوا ونیول شو.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه هېڅ نه دي ویلي.