طالبانو نن سهار د غزني اندړو په لار له دریېو موټرو څخه مسافرین ښکته کړي او له ځانه سره یې وړي دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع د پېښې پخلی کوي او وايي، چې پېښه د "خانه کلا" او "چهار دېوار" سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چې ټول تښتول شوي کسان ولسي وګړي دي.
په ورته وخت کې د غزني والي مرستیال محمد علي احمدي وايي، چې وسله والو طالبانو نن سهار د مسافرینو موټرونه په لاره کې د رولي دي، خو د یادو کسانو د تښتولو په اړه یې څه ونه ویلې.
تر اوسه پورې د تښتول شویو کسانو هویت معلوم نه دی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.