د ولسي جرګې یو شمیرغړي د سولې خبرو ته د لیوالتیا ترڅنګ په هېواد کې اوربند غوښتنه کوي.
د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمیر وکیلانو وویل، دوی د طالبانو او د افغان دولت استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پیلیدو لیواله دي، خو د خبرو تر پیلیدو وړاندې باید د دواړو لورو ترمنځ اوربندا اعلان شوی وی.
د جرګې غړې نظیفي ذکي وویل، په ډیرو ولایتونو کې جګړه دوام لري او هره ورځ په لسګونو ملکي وګړي او امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د نوموړې په وينا، لومړی باید د دواړو لورو ترمنځ اوربند اعلان شوي وای بیا به یې د سولې په اړه خبرې اترې کړې وای.
دا څرګندونې په داسې حال کیږي، چې د چنګاښ په ۱۵ نیټه د پاکستان په مري ښار کې د افغان دولت او طالبانو استازو ترمنځ د لومړي ځل له پاره ۴ ساعته خبرې اترې وشوې، چې د امریکا او چین استازو هم د څارونکو په توګه برخه په کې اخیستې وه.
خو د ولسي ی جرګې لومړي نایب عبدالظاهر قدیر،چې د نننۍ غونډې مشري یې کوله وویل، سوله د هرافغان ارمان اوغوښتنه ده او سوله باید له قوي دریځ څخه وشي او نه باید اوسنۍ لاس ته راوړنې پر اوبو لاهو شي.
هرڅوک، چې سوله کوي یا سوله غواړي باید د اساسي قانون مطابق شرطونه ومني او درناوی یې وکړي.
هغه وايي، چې اوربند نه شي، نو د سولې خبرې اترې به ګټه ونه لري.
په همدې حال کې د ولسي جرګې اود سولې د عالي شورا غړی شهزاده شاهد سلام وطندارته وویل، چې د سولې خبرې به بیا له اختر وروسته ډیر ژرپیل شي، خو ځای یې لانه دی معلوم او په دې خبرو اترو کې به د دواړولورو ترمنځ ډزبندي، د بندیانو خوشې کیدو او د له تورلیست څخه د طالبانو نومونو لرې کیدو په اړه خبرې کیږي.
د نوموړي په وينا په دغو خبرو اترو کې به د اوربند موضوع مطرح کیږي د مذاکراتو د دوام په اړه د مرکچیانو په نوم لړ او د اختلافي مسلو لیست کول او د بندیا نوخوشې کیدو او نورو مسلو به خبرې کیږي.
تردې وړاندې د پخواني ولسمشرحامد کرزي د واکمني پرمهال هم ډیرې هلې ځلې وشوې، چې د وسله والومخالفینو او دولت ترمنځ خبرې اترې پیل شي، خو له ډیرو هیلو او تمو سره سره دا چاره ونه شوه.
له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د افغان دولت او مخالفینو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې کیږي، زیاتره افغانان دې ته سترګې په لاره دي، چې باید دغه خبرې اترې مثبت او اساسي پایلې ولري.





