د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وایي، په تېرو ورځو کې څلورو نامعلومو چورلکو د مزید په سیمه کې چې اوسمهال د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده؛ ناستي کړي، چې په دې سیمه کې د طالبانو له پاره د غزني د شاوخوا ولایتونو والیان هم راټول شوي وو.
امین الله امرخېل د سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د معلوماتو له مخې د دې چورلکو د امنیت له پاره شاوخوا ۲۰۰ وسله وال طالبان راټول شوي وو.
د غزني د امنیه قوماندان پر خبره نامعلومه چورلکو نن غرمه د یوې بجې په شاوخواکې ناسته کړې او معلومه نه ده چې د پردې تر شا به څه معامله روانه ده.
نوموړي خبرداری ورکوي، چې دا چورلکې ډېرې خطرناکې تمامېدلی شي او حکومت، چې څومره ژر کېږي په دې اړه تصمیم ونیسي.
د ده پر وینا د طالبانو په قلمرو کې د نامعلومو الوتکو ښکته کېدل څه نوې موضوع نه ده او څو ورځې وړاندې هم د ګیلان ولسوالۍ به اړوند سیمو کې نامعلومې الوتکې ښکته شوې او پورته شوې وې.
څو ورځې وړاندې دغزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې هم څو نامعلومه الوتکو ناسته کړې وه .
امرخېل د طالبانو د نوم نهاده والي نه وروسته د هغوی د پلانونو په اړه وویل، چې نن سهار یو شمېر طالبان پاکستان، د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ او میدان وردګو ته تللي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د غزني ولایت امنیه قوماندان هم د طالبانو له زیاتوالي او ناامنۍ نه اندېښنه ښيي او وايي، چې که څه هم د طالبانو لومړۍ حمله په شا تنبول شوې، خو بیا هم په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو د نفوذ په اړه اندېښنه په کار ده.