
د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي خبر ورکوي، چې په یاد وزارت کې کې د لومړي ځل له پاره د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت بهیر پیل شو.
د ملي دفاع ځای ناستي وزیر محمد معصوم ستانکزي نن یکشنبه (مارچ ۱۳مه) په کابل کې د دغه وزارت چارواکو شتمنیو ثبت بهیر د پیل پرمهال جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو ثبت او د فساد پر ضد مبارزه د دغه وزارت کاري لومړیتوب ګڼل کیږي.
ستانکزي زیاته کړه، چې د دفاع وزارت ټول لوړ پوړي چارواکي مکلف دي، چې خپلې شتمنۍ ثبت او د فساد پر ضد همغږه مبارزه وکړي.

د دفاع ځای ناستي وزیر پر وینا، د شتمنیو ثبت په سمبولیکه بڼه نه، بلکې په جدي توګه به وڅیړل شي، ځکه د ده پر خبره لوړ پوړي چارواکي سرچينو ته لاس رسی لري.
په همدې حال کې لوی درستیز قدم شاه شهیم غونډې ته وویل، چې د لوړ پوړو دولتي چارواکو شتمنیو ثبت څیړلو له پاره يې د رنښت کمیټه جوړه کړې.
شهیم ټینګار وکړ، وروسته له دې چې هره اداره پر فساد اخته وي په جدي توګه به ور سره مبارزه وشي.

بل لوري له اداري فساد سره د مبارزې رییس حسین فخري وویل، مخکې تر دې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت بهیر له ستونزو سره مخ و او ځینې چارواکي د خپلو شتمنیو ثبت له پاره حاضر نه وو.
د فخري پر وینا، د روان کال په یوه میاشت کې د ملي یوالي حکومت زیات شمیر چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
په افغانستان کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت بهیر د اساسي قانون پربنسټ د کاري مودې په پیل او پای کې باید ترسره شي.





